40 عيسىٰ له يو جذامى راغلو، مِنت زارى يې ورته وکړل او ورته په سجده پرېوتو، عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ وغواړې نو ما روغولے شې.“
داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟ لکه چې څنګه ما ووئيل، په راتلونکى کال به زۀ واپس راځم او د ساره به يو زوئ پېدا شى.“
د دې سزا دې په يوآب او د هغۀ په مکمل خاندان راشى. د هغۀ د خاندان په هر نسل کښې دې داسې سړى وى چې د هغوئ د ذکر نه منى ځى يا جذامى وى يا ښځونک، يا په جنګ کښې مړۀ شى يا د هغوئ سره د خوراک کمے وى.“
مالِک خُدائ په عُزياه باندې د جذام بيمارى راوستله، چې د هغه وخت نه دا بيمارى ټول عُمر ورسره وه. هغه په يو جدا کور کښې اوسېدو او د هغۀ زوئ يوتام د محل مشر شو او په هغه مُلک يې حکومت کولو.
په هغه وخت کښې د ښار د دروازې د خولې سره د جذام د بيمارۍ څلور سړى وُو او هغوئ يو بل ته ووئيل، ”مونږ دې تر مرګه پورې دلته ولې ناست يُو؟
سليمان د زېړو يو ممبر هم جوړ کړے وو او دا يې د دربار په مينځ کښې اېښے وو. دا اووۀ نيم فټه اوږد اووۀ نيم فټه پلن او څلور نيم فټه اوچت وو. هغه په دې ممبر ودرېدلو، او بيا ټيټ شو، د هلته نه هر چا هغه وليدو. بيا هلته نه هغۀ آسمان طرف ته خپل لاسونه اوچت کړل.
چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى او مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زېرے اورى.
کله چې هغوئ خلقو ته واپس راغلل نو يو سړے عيسىٰ له راغلو، د هغۀ په وړاندې په ګوډو شو
د عيسىٰ زړۀ په هغۀ وسوزېدلو، خپل لاس يې وراوږد کړو، او د هغۀ سره يې ولګولو او ورته يې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم. پاک شه.“
عيسىٰ بيا په سفر روانېدو چې يو سړى رامنډه کړه او د هغۀ په وړاندې په ګوډو شو او تپوس يې وکړو، ”اے نېکه اُستاذه. زۀ داسې څۀ وکړم چې د ابدى ژوندون وارث شم؟“
هغه په خپله د هغوئ نه يو څو قدمه وړاندې لاړو، په ګوډو شو او دُعا يې شروع کړه،
بيا هغه په ګوډو شو او په زوره يې چغې کړې، ”مالِکه، دوئ په دې ګناه مۀ نيسه.“ او د دې وينا نه وروستو يې ساه ورکړه.
په هم دې وجه زۀ د پلار په وړاندې دُعا کوم،