Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 1:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 او دغه شان په بيابان کښې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغے او دا بيان يې کولو چې، ”توبه ګار شئ او بپتسمه واخلئ او ستاسو ګناهونه به معاف شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 1:4
11 Iomraidhean Croise  

زۀ تاسو له د توبې دپاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې به زما نه وروستو راځى هغه زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د هغۀ د څپلو پورته کولو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو له په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.


هغۀ هغوئ ته د خپلو ګناهونو په اقرار کولو سره د اُردن د سيند په اوبو بپتسمه ورکړه.


او د يهوديه د ټول مُلک او د يروشلم اوسېدونکى هغۀ له بهر راووتل، هغۀ هغوئ له د خپلو ګناهونو په اقرار کولو سره د اُردن د سيند په اوبو بپتسمه ورکړه.


او تۀ به د هغۀ خلق په دې پوهه کړې چې خلاصون د ګناهونو په معافۍ کښې دے.


يحيىٰ هم په عينون کښې بپتسمه ورکوله، کوم چې شاليم ته نزدې دے، ځکه چې په هغه ځائ کښې اوبۀ ډيرې وې، او خلق هغۀ له راتلل او بپتسمه يې اخستله.


تاسو ته پته ده چې په ټوله يهوديه کښې څۀ وشول، دا واقعه د يحيىٰ د بپتسمې د بيان نه وروستو په ګليل کښې شروع شوه،


نو اوس تۀ ولې سستى کوې؟ پاڅه بپتسمه واخله او د هغۀ د نوم په يادولو خپل ګناهونه پاک کړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan