39 نو هغه په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د هغوئ په عبادتخانو کښې يې بيان کولو او پيريان يې شړل.
عيسىٰ په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د يهوديانو په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان يې کولو او د خلقو هر رنځ او بيمارى يې روغوله.
دغه شان عيسىٰ په ټولو کلو او ښارونو کښې ګرځېدو او د هغوئ په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د بادشاهۍ زېرے يې ورکولو او هره بيمارى او هره کمزورتيا يې روغوله.
بيا دوئ د کفرنحُوم ښاريې ته لاړل نو کله چې د سبت ورځ راغله، عيسىٰ عبادتخانې ته ننوتو او هلته يې تعليم شروع کړو.
نو بيا په دغه وخت کښې په عبادتخانه کښې يو سړے وو چې پېرى نيولے وو. ناګهانه هغۀ چغې کړې،
هغۀ جواب ورکړو چې، ”راځئ چې نزدې ښارونو ته لاړ شُو چې زۀ هلته هم خپل بيان وکړم ځکه چې زۀ په هم دې غرض راوتلے يم.“
عيسىٰ دوباره عبادتخانې ته ننوتو نو هلته يو داسې سړے وو چې لاس يې اوچ شوے وو.
او هغه د هغوئ په بېايمانۍ حېران شو. نو بيا هغه په ګېرچاپېره کلو کښې ګرځېدو او تعليم يې ورکولو.
او هر کله چې هغه کور ته راغله نو لور يې په کټ کښې پرته وليدله او پيرے ترې تلے وو.
د ډېرو نه پيريان هم پاڅېدل او دا چغې يې وهلې چې، ”تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“ خو هغۀ هغوئ ورټل او د خبرو نه يې منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دے مسيح دے.