Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 1:38 - Pakistani Yousafzai Pashto

38 هغۀ جواب ورکړو چې، ”راځئ چې نزدې ښارونو ته لاړ شُو چې زۀ هلته هم خپل بيان وکړم ځکه چې زۀ په هم دې غرض راوتلے يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 1:38
10 Iomraidhean Croise  

او کله چې يې وموندلو نو ورته يې ووئيل چې، ”ټول خلق ستا په تلاش کښې دى.“


نو هغه په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د هغوئ په عبادتخانو کښې يې بيان کولو او پيريان يې شړل.


هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو زۀ ولې لټولم؟ تاسو ته پته نۀ وه چې ما ته د خپل پلار په کور کښې پاتې کېدل په کار وو؟“


خو هغۀ ورته وفرمائيل، ”په کار دى چې زۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے نورو ښارونو ته هم ورسوم ځکه چې زۀ د دې دپاره رالېږلے شوے يم.“


زۀ د پلار نه دې دُنيا ته راغلے يم او اوس زۀ دُنيا بيا پرېږدم او خپل پلار له ځم.“


ما په زمکه تا له جلال درکړو د هغه کار په ختمولو چې تا ما ته د کولو دپاره حواله کړے وو.


ځکه چې ما هغوئ ته هغه کلام ورکړے دے کوم چې تا ما له راکړے دے، او دوئ هغه قبول کړے دے، او هغوئ په حقيقت پوهه شوى دى چې زۀ له تا نه راغلے يم، او د هغوئ په دې ايمان دے چې زۀ تا رالېږلے يم.


ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan