37 او کله چې يې وموندلو نو ورته يې ووئيل چې، ”ټول خلق ستا په تلاش کښې دى.“
دا هم په هغه ورځ مات شو. او د ګډو سوداګرو چا چې ما ته کتل پوهه شول چې دا د مالِک خُدائ کلام دے.
خو شمعون او د هغۀ ملګرو يې تلاش کولو چې وې مومى،
هغۀ جواب ورکړو چې، ”راځئ چې نزدې ښارونو ته لاړ شُو چې زۀ هلته هم خپل بيان وکړم ځکه چې زۀ په هم دې غرض راوتلے يم.“
او د يهوديه د ټول مُلک او د يروشلم اوسېدونکى هغۀ له بهر راووتل، هغۀ هغوئ له د خپلو ګناهونو په اقرار کولو سره د اُردن د سيند په اوبو بپتسمه ورکړه.
کۀ مونږ دے دغه شان آزاد پرېږدو نو ټول خلق به په دۀ ايمان راوړى، او بيا به روميان راشى او زمونږ ټول قوم او د خُدائ کور به تباه کړى.“
بيا فريسيانو يو بل ته ووئيل، ”تاسو ګورئ چې مونږ هيڅ نۀ شُو کولے، وګورئ، ټوله دُنيا په هغۀ پسې روانه ده.“
نو هغوئ يحيىٰ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، تا سره چې د اُردن نه پورې غاړه کوم سړے وو د چا په حقله چې تا ګواهى کړې وه، هغه هم بپتسمه ورکوى، هر څوک ورته ورځى.“