35 سحر وختى د نمر ختو نه وړاندې عيسىٰ پاڅېدو او بهر لاړو. هغه ځان له يو خوشى بيابان ته لاړو او هلته يې دُعا کوله.
زما د مينې په بدل کښې يې په ما اِلزامونه ولګول، خو زۀ د هغوئ دپاره دُعا کوم.
زما واوره سحر کښې زۀ تا ته آواز کوم، هر سحر کښې زۀ تا ته درخواست کوم مالِکه خُدايه ستا په طمع اِنتظار کوم.
کله چې عيسىٰ دا خبر واورېدو نو په يوه کِشتۍ کښې هغه د هغه ځايه يو خوشى بيابان ته لاړو چې يواځې وى. خو خلق خبر شُو او په دۀ پسې د ښارونو نه پياده روان شُو.
او چې خلق يې رُخصت کړل نو په خپله غرۀ ته لاړو چې يواځې دُعا وکړى او کله چې ماښام ناوخته شو، هغه هلته يواځې وو.
خو شمعون او د هغۀ ملګرو يې تلاش کولو چې وې مومى،
او هغه به د دُعا دپاره خوشى بيابان ته تلو.
هم په دغه ورځو کښې عيسىٰ غرونو ته لاړو چې دُعا وکړى او ټوله شپه يې د خُدائ پاک نه دُعا وغوښتله.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم.
کله چې عيسىٰ د هغوې په نيت پوهه شو چې هغوئ هغه خپل بادشاه جوړول غواړى نو هغه په خپله غرۀ ته واپس لاړو.
او همېشه په هره موقع په روحُ القُدس کښې دُعا او زارى کوئ، او بېدار اوسئ او د ټولو مقدسينو دپاره بېناغې دُعا کوئ.
ستاسو خوى خصلت دې د يو بل سره هغه شان وى لکه څنګه چې د عيسىٰ مسيح وو.
کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.