32 هغه ماښام د نمر د پرېوتو نه پس هغوئ عيسىٰ له ټول بيماران او پيريانو نيولى خلق راوستل.
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
کله چې ماښام شو نو خلقو عيسىٰ له ډېر داسې کسان راوستل چې پيريانو نيولى وُو او هغۀ د هغوئ نه په يو حکم پيريان وشړل او ټول بيماران يې روغ کړل،
چې دغه شان د يشعياه نبى په وسيله وئيلے شوې هغه پېشګوئې پوره شى چې، ”هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې.“
بيا دوئ د کفرنحُوم ښاريې ته لاړل نو کله چې د سبت ورځ راغله، عيسىٰ عبادتخانې ته ننوتو او هلته يې تعليم شروع کړو.
عيسىٰ ورغلو او د هغې لاس يې ونيولو او په پښو يې ودروله او تبه يې لاړه او هغه د هغوئ په خِدمت کولو شروع شوه.
او هغوئ دې ته کتل چې عيسىٰ به د سبت په ورځ هغه روغ کړى او کۀ نه، ځکه چې هغوئ به د هغۀ خلاف اِلزام لګولو ته تيار ناست وُو.
د نمر پرېوتو په وخت ټولو خلقو خپل دوستان خپلوان چې په مختلفو بيمارو آخته وُو، هغۀ له راوستل او هغۀ په هر يو باندې خپل لاسونه کېښودل او روغ يې کړل.
د ډېرو نه پيريان هم پاڅېدل او دا چغې يې وهلې چې، ”تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“ خو هغۀ هغوئ ورټل او د خبرو نه يې منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دے مسيح دے.