31 عيسىٰ ورغلو او د هغې لاس يې ونيولو او په پښو يې ودروله او تبه يې لاړه او هغه د هغوئ په خِدمت کولو شروع شوه.
نو زۀ به څنګه مالِک خُدائ له د هغې بدل خلاص کړم، د هغۀ د ټولو هغه ښېګړو چې ما سره يې کړى دى.
ډيرې ښځې هم هلته موجودې وې او د لرې نه يې تماشه کوله. هغوئ د ګليل نه په عيسىٰ پسې خِدمت ته راغلې وې.
د شمعون خواښې تبې نيولې وه، او په کټ کښې پرته وه. هغوئ بيا د هغې د بيمارۍ حال ورته ووئيلو.
هغه ماښام د نمر د پرېوتو نه پس هغوئ عيسىٰ له ټول بيماران او پيريانو نيولى خلق راوستل.
نو کله چې عيسىٰ په ګليل کښې وو نو هم دې ښځو د هغۀ تابعدارى کړې وه او د هغۀ خِدمت يې کړے وو او په دوئ کښې نورې ښځې هم وې څوک چې د هغۀ سره يروشلم ته راغلې وې.
بيا يې هغه د لاسه ونيوله او هغې ته يې وفرمائيل، ”تليتا قومى،“ چې مطلب يې دا دے، ”پاڅه زما بچۍ.“
پطروس هغې له لاس ورکړو او هغه يې په پښو ودروله، بيا هغۀ مقدسين او کونډې ښځې راوغوښتې او هغوئ ته يې وښودله چې ژوندۍ ده.