30 د شمعون خواښې تبې نيولې وه، او په کټ کښې پرته وه. هغوئ بيا د هغې د بيمارۍ حال ورته ووئيلو.
عيسىٰ بيا د پطروس کور ته لاړو او وې ليدل چې د پطروس خواښې تبې نيولې وه.
د عبادتخانې نه په راوتو هغوئ نېغ د شمعون او اندرياس کره لاړل او يعقوب او يوحنا هم ورسره ملګرى وُو.
عيسىٰ ورغلو او د هغې لاس يې ونيولو او په پښو يې ودروله او تبه يې لاړه او هغه د هغوئ په خِدمت کولو شروع شوه.
او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”زما وړه لور مرګى حال ده. ما سره لاړ شه او خپل لاس پرې کېږده، نو هغه به روغه او ژوندۍ شى.“
نو خوېندو يې عيسىٰ له خبر ورولېږلو چې، ”مالِکه، چا سره چې تۀ مينه کوې هغه بيمار دے.“
ولې مونږ ته دا حق نشته چې ايمانداره ښځه په نِکاح کړُو او ځان سره يې کړو لکه څنګه چې نور رسولان او د مالِک وروڼه او کائفس کوى؟