Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 1:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 او پيرى هغه سړے ډېر ولړزولو او په چغه ترې راووتلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 1:26
7 Iomraidhean Croise  

عيسىٰ هغه ورټلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”چپ شه او د دۀ نه راوځه.“


هغوئ ټول حق حېران شول او د يو بل نه يې تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ دى؟ دا خو د اختيار سره يو نوے تعليم دے. تر دې چې پيريانو ته حُکم کوى، او هغوئ يې هم منى.“


نو هغوئ هغه هلک هغۀ له راوستو. او څۀ وخت چې پيرى هغه وليدو نو د هغۀ وجود يې تاو راتاو کړو او هغه په زمکه پرېوتو، ورغړېدو او په خولۀ يې ځګونه راغلل.


هغۀ په زوره چغې کړې او ډېر يې تاو راتاو کړو او بيا پيرے ترې ووتو او هلک لکه د مړى په شان پرېوتو، بلکې ډېرو وئيل چې، ”دے مړ دے.“


خو هرکله چې د هغۀ نه زيات زورَور سړے په هغۀ ورپېښ شى او دے قابو کړى نو هغه وسله ترې واخلى چې په کومه د دۀ باور وى او د هغۀ لوټ شوے مال حال په خپلو کښې تقسيم کړى.


هر وخت يې پيرے نيسى، چغې ترې وباسى، تاو راتاو يې کړى او را وى غورزوى او په خوله يې ځګونه رامات شى او چې ډېر بد يې زخمى کړى نو هله ترې لاړ شى.


خو د راوستو نه مخکښې پيريانو هغه ماشوم راوپرزولو او تاو راتاو يې کړو، خو عيسىٰ پيرے ورټلو، هلک يې روغ کړو او پلار ته يې واپس حواله کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan