22 نو خلق د هغۀ په تعليم حق حېران شول. ځکه چې هغۀ د هغوئ د شرعې عالمانو په شان نه، خو په پوره اختيار سره يې تعليم ورکولو.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا زما پېغام د اور په شان نۀ دے څۀ، او زما پېغام د څټک په شان نۀ دے څۀ چې ګټ ټوټه ټوټه کوى؟
او خپل ښار ته راغلو چرته چې هغۀ خلقو ته د هغوئ په عبادتخانو کښې تعليم ورکولو. نو هغوئ حېران شول او تپوس يې ترې وکړو چې، ”دا حکمت او د معجزو طاقت يې له کومه ځايه حاصل کړے دے؟
نو بيا په دغه وخت کښې په عبادتخانه کښې يو سړے وو چې پېرى نيولے وو. ناګهانه هغۀ چغې کړې،
او هغوئ ټول چا چې د هغۀ خبرې واورېدې، د هغۀ په پوهه او په جوابونو اريان دريان وُو.
ځکه چې زۀ به په خپله تاسو ته د وينا داسې طاقت او حِکمت درکړم چې ستاسو يو مخالف به هم د دې جوګه نۀ وى چې ستاسو د خبرو مقابله وکړى يا يې دروغ ثابت کړى.
هغوئ د دۀ په تعليم حق حېران شول ځکه چې هغۀ په پوره اختيار سره خبرې کولې.
محافظانو جواب ورکړو چې، ”هيڅکله هم چا داسې خبرې نۀ دى کړى څنګه يې چې دا سړے کوى.“
خو هغوئ د هغۀ د حکمت او د روح د طاقتمندو خبرو په وړاندې ټينګ نۀ شول.
مونږ ټول شرمناک کارونه پرېښودل، نۀ مونږ چالاکى کوُو او نۀ د خُدائ پاک په کلام کښې بدلون راولو. خُدائ پاک په خپله زمونږ ګواه دے چې همېشه رښتيا وايو او دا حقيقت ټولو صادقانو ته زمونږ رښتينوالى څرګندوى.