Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 1:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 لکه څنګه چې يشعياه نبى ليکلى دى چې، ”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 1:2
13 Iomraidhean Croise  

ما درته ووئيل چې، ”ګوره زۀ حاضر يم، لکه څنګه چې په تورات کښې ليکلے شوى دى نو هغه وکړم.


”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


دا هغه څوک دے چې د چا په حقله چې ليکلے شوى دى چې، ”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى.“


هغوئ ووئيل چې، ”د يهوديه په بيت‌لحم کښې.“ او هغوئ د هغې پېشګويۍ حواله ورکړه چې په کښې د نبى په وسيله ليکلے شوى دى چې،


د اِبن آدم په حق کښې چې په صحيفو کښې څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم جاسوسى کوى. کۀ هغه سړے پېدا شوے نۀ وے نو د هغۀ په حق کښې به دا ډېره ښۀ وه.“


بيا عيسىٰ دوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ټول به نن شپه زما په وجه تيندک وخورئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى.“


او لکه چې هغۀ د وړومبو مقدسو نبيانو په خولۀ څو پيړۍ وړاندې وعده کړې وه


او اے زما وړوکيه، تۀ به د خُدائ تعالىٰ نبى بللے شې ځکه چې تۀ به د مالِک په وړاندې تير شې چې د هغۀ لارې تيارې کړې،


عيسىٰ دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وفرمائيل، ”مونږ اوس يروشلم ته ځو او د اِبن آدم په حق کښې هر څۀ چې د نبيانو په وسيله ليکلے شوى دى، هغه به پوره شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan