19 کله چې عيسىٰ د دې ځائ نه لږ وړاندې لاړو نو هغۀ يعقوب د زبدى زوئ، او د هغۀ ورور يوحنا وليدل، چې په خپله کشتۍ کښې ناست وُو او جالونه يې مرمت کول.
کله چې عيسىٰ د دې ځائ نه وړاندې لاړو نو دوه وروڼه يې وليدل، يعقوب د زبدى زوئ او د هغۀ ورور يوحنا چې په کشتۍ کښې يې د خپل پلار زبدى سره جالونه مرمت کول. هغوئ يې راوبلل.
او هغوئ سمدستى خپل جالونه پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.
نو سمدستى هغۀ هغوئ راوبلل، او هغوئ خپل پلار زبدى د مزدورانو سره په کشتۍ کښې پرېښودو او په هغۀ پسې روان شول.
د زبدى زامن يعقوب او يوحنا هغۀ له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه مونږ چې ستا نه څۀ هم غواړو هغه زمونږ دپاره وکړه.“
او هغۀ بيا د ځان سره پطروس، يعقوب او يوحنا بوتلل، نو ډېر غمژن شو او پرېشانى پرې راغله.
بيا د زبدى په زامنو يعقوب او د هغۀ په ورور يوحنا يې بونرګس يعنې د تندر زامن نوم کېښودو،
هغۀ بغېر د پطروس، يعقوب او د يعقوب د ورور يوحنا نه بل څوک ځان سره بونۀ تلل.
شپږ ورځې پس عيسىٰ د ځان سره پطروس يعقوب او يوحنا روان کړل او يو اوچت غرۀ ته يې وخېژول او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو.
شمعون پطروس او توما چې غبرګونے هم بللے کيږى او نتنىايل چې د ګليل د قانا وو او د زبدى زامن، او دوه نور مريدان هم هلته موجود وو.
کله چې هغوئ راورسېدل نو هغوئ هغه بالاخانې ته لاړل چرته چې هغوئ دېره وُو. څوک چې هلته موجود وو هغوئ کښې پطروس، يوحنا، يعقوب، اندرياس، فيليپوس، توما، برتلماۍ، متى، يعقوب د حلفئ زوئ، شمعون ننګيالے او يهوداه د يعقوب زوئ وو.
هغۀ د يوحنا ورور يعقوب په تُوره شهيد کړو.