17 عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو نه آدمګير جوړ کړم.“
ماهيګران به د سيند په غاړه ولاړ وى، د عينجدى نه تر عينعجليم پورې به د کبانو د جالونو خورولو دپاره ځايونه وى. لکه د غټ سمندر د کبانو په شان به په کښې ډېر قسمونه کبان وى.
کله چې عيسىٰ د ګليل درياب په غاړه ګرځېدو نو هغۀ دوه وروڼه وليدل چې شمعون او د هغۀ ورور اندرياس وو. هغوئ په درياب کښې جال اچولو ځکه چې هغوئ ماهيګر وُو.
او هغوئ سمدستى خپل جالونه پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.
او دغه شان د زبدى زامن يعقوب او يوحنا چې د شمعون ملګرى وُو هم حېران پاتې شول. عيسىٰ شمعون ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږه، د دې نه پس به تۀ انسانان نيسې.“