14 نو هرکله چې يحيىٰ ګرفتار شو نو عيسىٰ ګليل ته راغلو او د خُدائ پاک د زيرى بيان يې کولو چې،
کله چې يحيىٰ بپتسمه ورکوونکے په قېدخانه کښې د مسيح د کارونو نه خبر شو، نو خپل يو څو مريدان يې ورولېږل چې د عيسىٰ نه دا تپوس وکړى چې،
نو هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل چې، ”بېشکه چې دا بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے. هغه د مړو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“
هرکله چې عيسىٰ واورېدل چې يحيىٰ ګرفتار شوے دے نو هغه ګليل ته واپس راغلو.
د هغې ورځې نه عيسىٰ دا بيان شروع کړو چې، ”توبه ګار شئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.“
عيسىٰ په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د يهوديانو په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان يې کولو او د خلقو هر رنځ او بيمارى يې روغوله.
دغه شان عيسىٰ په ټولو کلو او ښارونو کښې ګرځېدو او د هغوئ په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د بادشاهۍ زېرے يې ورکولو او هره بيمارى او هره کمزورتيا يې روغوله.
خو د دې ټولو بدو کارونو دپاسه يې يحيىٰ ګرفتار کړو او په قېدخانه کښې يې واچولو.
د دې نه پس عيسىٰ ښار په ښار او کلى په کلى ګرځېدو، بيان يې کولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے يې اورولو. او هغۀ سره هغه دولس مريدان هم وُو،
تاسو ټولو او هغه چا ته چې ما د خُدائ پاک د بادشاهۍ بيان کړے دے اوس زۀ په دې پوهېږم چې تاسو به کله هم زما مخ بيا ونۀ وينئ.
هغوئ د هغۀ سره د وخت مقررولو نه وروستو په ګڼ شمېر کښې د هغۀ کور ته راغلل. هغوئ ته د سحر نه تر ماښامه پورې هغۀ د خُدائ پاک بادشاهى بيان کړه او ګواهى يې ورکړه او دا کوشش يې وکړو چې د موسىٰ د شريعت او د نبيانو د صحيفو دواړو نه هغوئ د عيسىٰ په حقله قائل کړى.
د پولوس د طرف نه، چې د عيسىٰ مسيح خادِم او بللے شوے رسول دے څوک چې د خُدائ پاک د زيرى د خورولو دپاره مقرر کړے شوے دے.
هغۀ دا د صُلحې زيرے تاسو غېريهوديانو ته څوک چې لرى وئ او يهوديانو ته چې نزدې وُو واورولو.