13 او هلته کښې هغه تر څلوېښتو ورځو پورې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شو. هغه د ځنګلى ځناورو سره وو او فرښتې د هغۀ په خِدمت کښې حاضرې شوې.
چې موسىٰ بره غرۀ ته ورختلو نو د وريځې مينځ ته ورننوتلو او څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې په غرۀ کښې ايسار شو.
موسىٰ هلته د مالِک خُدائ سره څلوېښت ورځې او شپې ايسار شو، هغۀ نۀ څۀ خوړل او نۀ يې څۀ څښل. هغۀ په هغه تختو باندې د لوظ خبرې يعنې لس حُکمونه وليکل.
ولې تۀ په دې نۀ پوهېږې چې زۀ د خپل پلار نه مدد وغواړم او هغه به په دې ساعت زما د مدد دپاره د فرښتو د دولسو لښکرو نه زيات راولېږى؟
روحُ القُدس هغه وخت عيسىٰ بيابان ته بوتلو چې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شى.
عيسىٰ چې د روحُ القُدس نه معمور وو او د اُردن د سيند نه واپس شو نو روحُ القُدس هغه بيابان ته بوتلو،
د هغه څلوېښتو ورځو او څلوېښتو شپو نه وروستو مالِک خُدائ ما له د کاڼو هغه دوه تختې راکړې چې په کومو باندې هغۀ شريعت ليکلے وو.
نو يو ځل بيا زۀ د مالِک خُدائ په حضور کښې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې پړمخې پرېوتم او نۀ مې څۀ خوړل او نۀ مې څۀ څښل. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه او هغه مو غصه کړے وو.
نو په هغه څلوېښتو ورځو او څلوېښتو شپو کښې زۀ د مالِک خُدائ په حضور کښې پړمخې پروت وم، دا ځکه چې ما ته پته وه چې هغه ستاسو د تباه کولو اراده لرى.
په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو، او په غېر قومونو کښې د هغۀ پېغام خور شو، او په ټولې دُنيا کښې خلقو په هغۀ ايمان راوړو، او په جلال کښې بره پورته کړے شو.
ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بېګناه وو.