7 خو زۀ به د مالِک خُدائ په امداد نظر ساتم، زۀ د خپل خلاصونکى خُدائ پاک انتظار کوم، زما خُدائ پاک به زما واورى.
اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د خلاصون په اِنتظار يم.
زما د مينې په بدل کښې يې په ما اِلزامونه ولګول، خو زۀ د هغوئ دپاره دُعا کوم.
زۀ د مالِک خُدائ انتظار کومه، او زما روح هم انتظار کوى، او زما اُميد د هغۀ په کلام باندې دے.
تۀ ما د خپل حقيقت خوا له بوځه او هم درس راکړه ما له، او هر وخت زۀ توکل کوم په تا اے زما خلاصونکى خُدايه.
د مالِک خُدائ په وړاندې چپ ودرېږه، او په صبر سره د هغۀ فېصلو ته انتظار کوه، او د بدکارانو په کاميابۍ او منصوبو مۀ خفه کېږه.
زۀ ستا په طمع يمه، اے مالِکه خُدايه. اے مالِکه خُدايه تۀ جواب راکړه، ما له زما پاکه خُدايه.
په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“
تۀ په خپله د ټولو دُعاګانې اورې، ټول خلق به تا ته راشى.
تۀ به ټول عُمر زمونږ نه خفه يې څۀ؟ تۀ خپل خفګان نسل در نسل ساتې څۀ؟
ګورئ، خُدائ پاک زما خلاصونکے دے، زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“
په هغه وخت به خلق په خپل خالِق بهروسه کوى، او هغوئ به د بنى اِسرائيلو په مقدس ذات منحصر وى.
په هغه وخت به هغوئ وائى، ”وګورئ دا دے زمونږ خُدائ پاک. مونږ د هغۀ په انتظار وُو او هغۀ مونږ آزاد کړُو. دا دے هغه مالِک خُدائ د چا چې مونږ په انتظار وُو. راځئ چې د هغۀ په خلاصون باندې د خوشحالۍ جشن وکړُو.“
اے د ټولې دُنيا خلقو، اوس ما ته راوګرځئ او خلاصون حاصل کړئ. صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.
زۀ به د مالِک خُدائ انتظار کوم او د هغۀ نه به اُميد ساتم، اګر چې هغۀ د يعقوب خاندان رد کړے دے.
”مالِک خُدائ زما نصيب دے،“ او زۀ خپل ځان ته دا وايم، ”نو په دې وجه زۀ به د هغۀ نه اُميد ساتم.“
اے بادشاه کۀ چرې مونږ د بل شوې اور بټۍ ته وغورزولے شُو، نو د کوم خُدائ پاک چې مونږ خِدمت کوُو هغه دا کولے شى چې مونږ د هغې نه وساتى، او هغه به مونږ ستا د لاسونو نه بچ کړى.
نو اوس خپل خُدائ پاک ته راوګرځئ. د هغۀ مينه او اِنصاف قائم ساتئ او همېشه د هغۀ نه په اُميد کښې اوسئ.
اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته د مدد دپاره فرياد کوم، ځکه چې اور د څرېدو ځايونه وسوزول او لمبو د ټولو پټو ونې وسوزولې.
زۀ به څوکيدارۍ ته ودرېږم او په خپله به په برج باندې وخېژم، زۀ به ګورم چې هغه به ما ته څۀ وائى، او چې زۀ به د خپل شکايت څۀ جواب ورکوم.
نو ځکه رويا د مقرر وخت انتظار کوى، دا د آخرت په حقله خبرې کوى او دا به دروغ ثابت نۀ شى. اګر کۀ دا وخت اخلى، د دې انتظار وکړه، دا به خامخا پوره شى او ايسار به نۀ شى.
خو کۀ هغه بېګناه وى، نو نقصان به ورته نۀ رسيږى او د هغې به بچى پېدا شى.