Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ميکاه 7:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 تۀ به بيا په مونږ باندې مهربانه شې، تۀ به زمونږ ګناهونه د پښو لاندې کړې او زمونږ ټولې بې‌اِنصافۍ به د سمندر بېخ ته وغورزوې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ميکاه 7:19
36 Iomraidhean Croise  

داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د نااُميدۍ په حالت کښې يم. خو زۀ دا نۀ غواړم چې ما له انسان سزا راکړى. پرېږده چې مالِک خُدائ په خپله مونږ له سزا راکړى، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے.“


څومره چې مشرق د مغرب نه لرې دے، نو دومره هغۀ زمونږ قصورونه مونږ نه لرى کړى دى.


او هغه په خپله به د هغوئ د ټولو ګناهونو نه د بنى اِسرائيلو فديه ورکړى.


تا خپله غصه په خپل ځان تيره کړه، تا د خپل قهر لمبه په خپله باندې سړه کړه.


د صيون يو کس به هم بيا نۀ وائى چې، ”مونږ بيمار يُو،“ او مالِک خُدائ به د هغوئ ګناهونه معاف کړى.


يقيناً چې دا سختى زما دپاره ښۀ وه. ځکه چې تا زۀ د مرګ نه بچ کړم او زما ټول ګناهونه دې شاته وغورزول.


آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ولې اِسرائيل تر اوسه زما محبوب زوئ نۀ دے څۀ په چا کښې چې زۀ خوشحالېږم؟ کۀ څۀ هم چې زۀ د دۀ خلاف بار بار خبرې کوم، نو بيا هم هغه يادوم. نو په دې وجه زما زړۀ ورپسې زهيريږى، زما په زړۀ کښې د دۀ دپاره ډېر رحم دے.


نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى. زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم.“


زۀ به هغوئ د هغه ټولو ګناهونو نه پاک کړم کوم چې هغوئ زما خِلاف کړى دى، او زۀ به د هغوئ هغه سرکشى معاف کړم کومه چې هغوئ زما خلاف کړې ده.


په هغه ورځو کښې، مالِک خُدائ فرمائى چې، د اِسرائيل ګناهونه به ولټولے شى خو يو به په کښې پېدا نۀ شى، او د يهوداه ګناهونه به ولټولے شى او هيڅ ګناه به په کښې پېدا نۀ شى، ځکه چې کوم ما ژوندى پرېښودى دى زۀ به د هغوئ ګناهونه معاف کړم.“


د مالِک خُدائ پائيداره مينه هيڅکله نۀ ختميږى او د هغۀ رحم هيڅکله نۀ ختميږى.


دا کۀ هغه غم راولى، هغه به رحم هم کوى، د هغه مينې په مطابق چې ډېره او پائيداره ده.


هغه ګناهونه چې د هغۀ نه شوى دى يو به هم د هغوئ خلاف نۀ حسابوم. د هغه ښۀ کارونو په وجه کوم چې هغوئ کړى دى، هغوئ به ژوندى پاتې شى.


زۀ به نور هيڅکله خپل مخ د دوئ نه پټ نۀ کړم، زۀ به خپل روح د بنى اِسرائيلو په قوم نازل کړم، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“


اويا وارې اووۀ کاله ستا قوم او ستا مقدس ښار دپاره مقرر شوى دى چې په کښې خپله سرکشى ختمه کړئ، او ګناه بنده کړئ، د بدعملۍ کفاره ورکړئ، نۀ ختمېدونکے صداقت قائم کړئ، د پېغمبرى رويا او پېشګوئې تصديق وکړئ او چې د ټولو نه مقدس ځائ مسح کړئ.


مالِک خُدائ ته راوګرځئ او د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ، او هغۀ ته ووايئ، ”زمونږ ټول ګناهونه معاف کړه او رحم وکړه او مونږ قبول کړه چې مونږ ستا ثناء صِفت سره تا ته قربانى پېش کړُو.


بيا مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به د هغوئ بې‌وفائى ختمه کړم او شفا به ورکړم. زۀ به د زړۀ د اخلاصه د هغوئ سره مينه کوم، زۀ هغوئ ته نور غصه نۀ يم.


فرښتې هغوئ ته وفرمائيل څوک چې د هغۀ د وړاندې ولاړ وُو، ”د دۀ نه ګنده جامې وباسئ.“ بيا هغې يشوَع ته وفرمائيل، ”وګوره، ما ستا ګناهونه لرې کړل، او زۀ به تا ته ښائسته جامې درواغوندم.“


نو ګناه به نور په تاسو حکومت نۀ کوى ځکه چې تاسو نور د شريعت د لاندې نۀ يئ بلکې د خُدائ پاک د فضل د لاندې يئ.


ځکه کۀ چرې تاسو د ګناه د فطرت په مطابق ژوند تېر کړئ نو تاسو به مړۀ شئ، خو کۀ چرې د روح په وسيله تاسو د وجود خواهشات مړۀ کړئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.


نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په تاسو رحم وکړى. هغه به تاسو واپس د هغه قومونو نه راولى چرته چې هغۀ تاسو خوارۀ وارۀ کړى يئ او هغه به بيا تاسو نېک بخته کړى.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو او ستاسو د اولاد زړونه بدل کړى، نو تاسو به د زړۀ د اخلاصه د هغۀ سره مينه کوئ او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ.


مالِک خُدائ به خپل خلق بچ کړى کله چې هغه ووينى چې د هغوئ طاقت ختم شو. هغه به په هغوئ رحم وکړى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى، کله چې وګورى چې هغوئ څومره بې‌مددګاره دى.


نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بې‌شرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.


ځکه چې زۀ به د هغوئ په قصورونو رحم کوم او زۀ به نور د هغوئ ګناهونه هيڅکله نۀ يادوم.“


خو څوک چې هر وخت ګناه کوى، هغه د اِبليس بچے دے ځکه چې اِبليس د ازل نه په ګناه کولو کښې آخته دے. او د خُدائ پاک زوئ د دې مقصد دپاره ظاهر شو چې د اِبليس کارونه برباد کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan