صحرا به سندرې وائى او د خوشحالۍ چغې به وهى، دا صحرا به د لبنان د غرونو په شان شنه وى او د کرمل غر په شان او شوکت والا او د شارون پټو په شان به زرخېزه وى. نو هر يو کس به د مالِک خُدائ شان او شوکت ووينى، او زمونږ د خُدائ پاک لوئى او عظمت به ووينى.
هغوئ به هيڅکله نۀ اوږى شى او نۀ به کله تږى شى. د نمر او د صحرا ګرمى به هغوئ نۀ تنګوى، د هغوئ مشرى به هغه ذات کوى چې څوک د هغوئ سره مينه کوى. او هغه به يې د اوبو چينو له بوځى.
زۀ به ستا د سړو او څاروو شمېر زيات کړم، او هغوئ به بارداره او ډېر شى. زۀ به خلق په تا کښې د پخوا په شان په ځائ کړم او د پخوا نه به ډېر برکت درکړم. نو بيا به تۀ په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.
په هغه ورځ به زۀ د داؤد نړېدلے کور بيا آباد کړم. زۀ به د دې خراب شوى دېوالونه جوړ کړم او کنډر به يې بيا ودان کړم او لکه د پخوا په شان به يې بيا آباد کړم،
د نجب خلق به د ادوم غرونه قبضه کړى، او د ښکته علاقو خلق به د فلستيه مُلک قبضه کړى، هغوئ به د اِفرائيم او سامريه علاقې قبضه کړى، او د بنيامين خلق به جِلعاد قبضه کړى.
د بنى اِسرائيلو ژوندى پاتې خلق به غلط کار نۀ کوى، هغوئ به دروغ نۀ وائى، او نۀ به د هغوئ په ژبه دوکه وى. هغوئ به خورى څښى او آرام به کوى او هيڅ څوک به هغوئ نۀ يروى.“