12 د ډېرو ځايونو نه به خلق ستا د عزت کولو دپاره راشى د اسور نه واخله د مِصر ښارونو پورې، او د مِصر نه واخله د فرات سيند پورې، او د لرى سمندرونو او غرونو پورې.
زۀ به شمال ته ووايم چې هغوئ پرېږده چې لاړ شى او جنوب ته به ووايم چې هغوئ مۀ ايساروه. زما زامن د لرې مُلکونو نه واپس راوله، زما لوڼه د زمکې د هر سر نه واپس راوله.
زۀ به په خپله د خپلې رمې باقى پاتې شوى خلق د هغه ټولو مُلکونو نه راغونډ کړم کومو ته چې ما شړلى وُو او خپل وطن ته به يې واپس راولم. چرته چې به هغوئ مېوه ونيسى او د هغوئ شمېر به ډېر شى.
”اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، اے اِسرائيله مۀ يرېږه. زۀ به تاسو د هغه لرې مُلک نه دوباره خپلو کورونو ته راولم، چرته چې تاسو جلاوطن شوى يئ. ستا اولاد به زۀ خپلو کورونو ته د جلاوطنۍ نه واپس راولم. يعقوب به دوباره خپل مُلک ته راشى او په امن او سکون سره به ژوند کوى، او تاسو به څوک هم نۀ يروى.
چې کله دا هر څۀ وشى نو زۀ به بنى اِسرائيلو له نوے طاقت ورکړم. اے حزقىايله، په هغه وخت به زۀ ستا خولۀ کولاو کړم او تۀ به دوباره د هغوئ په مينځ کښې خبرې شروع کړې. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“
او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به بنى اِسرائيل د هغه قومونو د مينځ نه راوکاږم چرته چې هغوئ تللى دى. زۀ به هغوئ د هرې خوا نه رايوځائ کړم او هغوئ به خپل مُلک ته واپس راولم.
هغوئ به په يرې او ريږدېدو سره د مارغانو په شان د مِصر نه راشى او د اسور نه به د ګوګوشتکو په شان واپس راشى. زۀ به هغوئ خپلو کورونو ته واپس راولم. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.