ميکاه 7:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 زۀ څومره بدبخته يم، زۀ د هغه مېوه راټولونکى په شان يم چې د فصل د راټولولو نه وروستو د خوړلو دپاره هيڅ څيز پېدا نۀ کړى. نۀ د انګورو يوه غنچه د انګورو په باغ کښې او نۀ د اينځر يو تازه دانه چې خپله لوږه ورباندې ماته کړى. Faic an caibideil |
مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ما اول ځل بنى اِسرائيل وليدل، نو دا داسې وُو لکه چې په صحرا کښې انګور ومومى. ما ستاسو پلار نيکۀ داسې وليدل لکه چې د موسم وړومبى پاخۀ شوى اينځر مې ليدلى وى. خو کله چې هغوئ د فعور غرۀ ته راغلل، نو هلته هغوئ خپل ځانونه شرمناک بعل بُت ته وقف کړل. نو داسې چې هغوئ څۀ سره مينه وکړه نو د هغې په شان پليت شول.