Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ميکاه 6:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 غوږ شئ، مالِک خُدائ ښار ته آواز کوى. او ستا د نوم نه يرېدل حکمت دے. ”په هغه چوکه غور وکړئ او په هغۀ هم چا چې مقرر کړې ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ميکاه 6:9
43 Iomraidhean Croise  

د داؤد په بادشاهۍ کښې درې کاله ډېر سخت قحط وو. نو داؤد د مالِک خُدائ سره د دې په حقله خبره وکړه او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ساؤل او د هغۀ خاندان خُون کړے دے، ځکه چې هغۀ د جبعون قبيلې خلق ووژل.“


زۀ به خُدائ پاک ته ووايم چې ما مۀ رد کوه، او تۀ چې په ما کوم اِلزام لګوې نو د هغې نه ما خبر کړه.


هغه چې زما دپاره کومه منصوبه لرى نو هغه به پوره کوى، او هغه زما دپاره ډيرې منصوبې لرى.


چې خُدائ پاک څوک ټيک کړى نو هغوئ څومره خوشحاله وى، نو په دې وجه د قادر خُدائ تربيت ته سپک مۀ ګورئ.


څوک چې هوښيار وى نو هغوئ دې په دې خبرو باندې غور وکړى، او د مالِک خُدائ په لويه مينه باندې دې غور وکړى.


اے خُدايه، لکه څنګه چې دې نوم په ټوله دُنيا خور ‎دے، دغه شان ستا ثناء صِفت په ټوله دُنيا خور دے، ستا ښے لاس د صداقت نه ډک دے.


تۀ هغوئ په دې پوهه کړه چې هغه هم تۀ يې د چا نوم چې مالِک خُدائ دے، او هم دا تۀ يواځې په ټوله زمکه د ټولو نه اوچت خُدائ تعالىٰ يې.


مالِک خُدائ پېژندلے شى، په خپل اِنصاف سره، خو اوس راګېر دى بدعمله خپل کردار سره.


هوښيار سړے چې خطره ووينى نو خپل ځان ترېنه ساتى، خو ساده سړے پرې وردانګى او بيا مصيبت کښې راګېر شى.


اے مالِکه خُدايه، ستا لاس هغوئ ته سزا ورکولو دپاره اوچت شوے دے خو هغوئ هيڅ غور نۀ کوى، او هغوئ چې ستا قوم دپاره ستا غېرت ته وګورى نو وبه شرميږى. او بيا به تۀ سور اور په خپلو دشمنانو نازل کړې.


د قلعې په شان د پَخو دېوالونو ښار کنډر پروت دے. دا د يو خوشى بيابان په شان وران ويجاړ پروت دے. او بيا به په دې کښې څاروى څريږى آرام به کوى او څانګې به خورى.


وګورئ د مالِک خُدائ نوم د لرې ځائ نه راروان دے. هغه لوئ غضب او رُعب داب سره رانزدې کيږى. د هغۀ شونډې د غصې نه ريږدى، او د هغۀ وينا لکه د اور هر څۀ ايرې ايرې کوى.


واورئ. په ښار کښې شور او غوغا، د خُدائ پاک په کور کښې آواز ته غوږ ونيسئ، دا د مالِک خُدائ آواز دے، خپلو دشمنانو له سزا ورکوى.


اګر چې مالِک خُدائ ربُ الافواج هغوئ له سزا هم ورکړې ده، خو د اِسرائيل خلقو توبه نۀ ده ويستلې، او هغوئ هغۀ ته واپس نۀ دى راګرځېدلى.


”د مورشيت ميکاه نبى چې د حزقياه د بادشاهت په ورځو کښې د يهوداه بادشاه وو، پېشګوئې وکړه. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو ته وفرمائيل، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، صيون به لکه د پټې په شان په يوې واړولے‎ شى، د يروشلم نه به د خاورو ډېرے جوړ شى، او په اوچتو غونډو چرته چې د خُدائ کور دے په هغې کښې به جاړې بوټى راشنۀ شى.


نو زۀ به د دې کور سره هم هغه شان کار وکړم لکه څنګه مې چې د سيلا سره کړے وو، او د زمکې په مخ به د دُنيا ټول قومونه د دې ښار نوم په لعنت کولو سره اخلى.“


خو دا به څنګه په آرام شى چې ورته مالِک خُدائ حکم کړے دے، کله چې هغۀ ورته په اسقلون او په ساحل د حملې کولو حکم کړے دے؟“


نۀ به تۀ زما نه بچ شې او نۀ به زۀ په تا رحم وکړم بلکې ستا د چال چلن او بدو اعمالو سزا به تا له درکړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم څوک چې تاسو وهى.


سامريه به د خپل قصور سزا برداشت کوى، ځکه چې هغې زما خِلاف سرکشۍ کړې ده. د سامريه خلق به په جنګ کښې مړۀ شى، د هغوئ ماشومان به په زمکه راوغورزولے شى او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وڅيرلے شى.


هر څوک چې هوښيار وى نو هغه دې په دې خبرو باندې پوهه شى او په خپلو زړونو کښې دې ځائ ورکړى. د مالِک خُدائ لارې صحيح دى او صادقان خلق په دې روان وى، خو سرکشه به په دې لارو تيندک وخورى او وبه غورزيږى.


نو زۀ به په يهوداه اور نازل کړم او دا به د يروشلم قلعه ګانې وسوزوى.“


”په تاسو دې افسوس وى څوک چې په صيون کښې په آرام پراتۀ يئ، او په تاسو هم څوک چې خپل ځان د سامريې په غر محفوظ ګڼئ. تاسو په بنى اِسرائيلو کښې نامتو او مشهور يئ، چا له چې خلق د مدد غوښتلو دپاره ورځى.


نو ځکه ستاسو په وجه، صيون به لکه د پټى غوندې يوه کړے شى، يروشلم نه به د کنډر يو ډېرے جوړ شى، او د خُدائ پاک د کور په غر به ګڼ ځنګل وشى.


آيا زۀ د بدعمله په کور کښې په بدعملۍ سره ګټلے شوې خزانې هېرې کړم، او هغه کم ناپ تول چې پرې لعنت شوے دے؟


هغۀ تاسو ته ووئيل، اے انسانه، چې ښېګړه څۀ ته وائى، او مالِک خُدائ درنه څۀ غواړى، يعنې چې اِنصاف کوئ او د رحم سره مينه کوئ او د خپل مالِک خُدائ سره په عاجزۍ سره تلل کوئ.


هغه د هيچا تابعدارى نۀ کوى، هغه تربيت نۀ قبلوى. هغه په مالِک خُدائ يقين نۀ کوى، هغه خپل خُدائ پاک ته نزدې نۀ راځى.


زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan