ميکاه 6:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 ”زۀ د څۀ سره د مالِک خُدائ د وړاندې راشم او د لوئ خُدائ پاک په وړاندې سجده وکړم؟ آيا زۀ د هغۀ په وړاندې د يو کلن سخو د سوزېدونکو قربانو سره راشم؟ Faic an caibideil |
کله چې د مُلک خلق د مالِک خُدائ وړاندې په مقررو اخترونو کښې راشى، هغه څوک چې په شمالى دروازه د عبادت دپاره راشى نو هغه به په جنوبى دروازه بهر لاړ شى، او هغه څوک چې په جنوبى دروازه راننوځى هغه به په شمالى دروازه باندې بهر لاړ شى. يو کس به هم په هغه دروازه واپس نۀ ځى په کومه چې راغلى دى، خو هر يو به په مخالف دروازه بهر وځى.