Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ميکاه 6:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 ما تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ، او ما تاسو د غلامۍ د مُلک نه آزاد کړئ. ما موسىٰ سره د هارون او مريم درولېږل چې ستاسو لارښودنه وکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ميکاه 6:4
29 Iomraidhean Croise  

د زمکې په مخ باندې د بنى اِسرائيلو په شان بل يو قوم هم نشته، چې هغوئ تا د غلامۍ نه خلاص کړل د دې دپاره چې هغوئ ستا خپل خلق شى. تا چې د هغوئ دپاره کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى دى د هغې په وجه ستا نوم په دُنيا کښې مشهور او خور شوے دے. چې ستا خلق مخ په وړاندې تلل نو تا نور قومونه او د هغوئ معبودان لرې کړل، هغه خلق کوم چې تا د مِصر نه آزاد کړل د دې دپاره چې ستا خپل خلق شى.


تا د خپلو خلقو رهنمائى لکه د رمو وکړه، د هارون او د موسىٰ په لاس دې د هغوئ رهنمائى وکړه.


هم په هغه ورځ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر د مُلک نه راوويستلې.


”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو.


اوس زۀ تا فِرعون له لېږم نو تۀ به زما خلق بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر بوځې.“


خو موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”اے زما مالِکه خُدايه، ما مۀ لېږه. زۀ صفا خبرې نۀ شم کولے نه د مخکښې نه په خبرو کولو کښې ښۀ وم او نه تاسو سره د خبرو کولو نه پس تکړه يم او ژبه مې هم انښلى.“


هغه به ستا د خبرو وياند وى او ستا په ځائ به خلقو ته خبرې کوى. نو تۀ به د هغۀ دپاره د خُدائ پاک په شان يې او ورته به ښائې چې څۀ به وائى.


دا هغه کسان وُو چا چې د مِصر بادشاه فِرعون ته ووئيل چې بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر تلو ته پرېږده.


تا په خپل زورَور لاس، لوئ دهشت، عجيبه کارونو او معجزو سره خپل خلق بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل.


هم ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ، او څلوېښت کاله مې په صحرا کښې ستاسو لارښودنه وکړه چې تاسو د اموريانو زمکه قبضه کړئ.


بيا موسىٰ يوه حبشۍ ښځه وادۀ کړه، نو مريم او هارون په دې وجه په هغۀ اِعتراض وکړو.


بنى اِسرائيلو د لښکرو په شکل کښې په دې مرحلو کښې سفر وکړو او د موسىٰ او هارون په مشرۍ کښې د مِصر نه لاړل.


هغۀ هغوئ د مِصر نه وويستل او بيا يې په مِصر او بحرِقُلزم او په صحرا کښې تر څلوېښتو کالو پورې ډېر عجيبه کارونه او معجزې وښودلې.


هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ، نو ځکه زۀ تاسو له دا حُکم درکوم.


هغه راياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ، نو دا ځکه ما تاسو له دا حُکم درکړے دے.


خو تاسو هغه خلق يئ چې مالِک خُدائ د مِصر نه راوويستلئ چرته چې تاسو د اور په تنور کښې وئ. هغۀ تاسو ځکه راوويستلئ چې هغه تاسو خپل خلق جوړ کړى لکه چې نن تاسو يئ.


بل خُدائ کله هم دا جرأت کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى او بو يې ځى او هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو د سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت او قوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې او جنګ راوستلو، معجزې او نښې يې وښودلې او يروونکى کارونه يې وکړل.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.


خو مالِک خُدائ ستاسو سره مينه وکړه او هغه وعده پوره کوى کومه يې چې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه. نو ځکه هغۀ د خپل لوئ طاقت سره تاسو بچ کړئ او د مِصر بادشاه، فِرعون د غلامۍ نه يې آزاد کړئ.


او ما دُعا وکړه، اے مالِکه خُدايه، خپل خلق مۀ تباه کوه، هغه خلق چې تا بچ کړل او د خپل لوئ طاقت او قوت سره دې د مِصر نه راوويستل.


سموئيل وفرمائيل، ”مالِک خُدائ هغه څوک دے چا چې موسىٰ او هارون خوښ کړل او ستاسو پلار نيکۀ يې د مِصر نه راوويستل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan