2 واورئ، اے غرونو، د مالِک خُدائ اِلزام، تاسو غوږ ونيسئ. غوږ شئ، اے د زمکې ابدى بنيادونو. ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو خلاف مقدمه کړې ده، هغه د بنى اِسرائيلو خلاف جرم لګوى.
د سمندر بېخ راڅرګند شو. او د زمکې بنيادونه راښکاره شول کله چې مالِک خُدائ خپل دشمنان ورټل او په غصه کښې په هغوئ باندې وغورېدو.
بيا زمکه ولړزېده او وخوځېده، د آسمان بنيادونه وخوځېدل او ودرزېدل ځکه چې خُدائ پاک غصه وو.
هغه زمکه په خپلو بنيادونو باندې مضبوطوى، چې هيڅکله به نۀ خوځيږى.
او کله چې هغۀ سمندر ته حد مقرر کړو، ترڅو چې اوبۀ د هغۀ د حُکم نه يو قدم هم زيات وانۀ خلى، او کله چې هغۀ د زمکې بنيادونه کېښودل نو زۀ هلته وم.
مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.
مالِک خُدائ په خپل عدالت کښې تيار دے، او د خلقو د عدالت دپاره ولاړ دے.
راځئ چې عدالت ته لاړ شُو، خپل اِعتراض بيان کړئ. خپله خبره پېش کړئ چې ثابته شى چې تاسو په حقه يئ.
نو اوس، اے د يروشلم او د يهوداه اوسېدونکو خلقو، زما او زما د انګورو د باغ په مينځ کښې فېصله وکړئ.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نو په دې وجه به زۀ د خپلو خلقو خلاف اِلزام ولګوم. او زۀ به ستاسو په اولاد هم نسل در نسل اِلزام ولګوم.
او د هغۀ د عدالت آواز به د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې ورسيږى. ځکه چې مالِک خُدائ د قومونو خِلاف عدالت کوى. او هغه به د ټولو انسانانو فېصله واوروى او بدکاران به جنګونو ته حواله کړى. مالِک خُدائ دا فرمائى.
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لکه څنګه چې د آسمان د ناپ تول اندازه نۀ شى لګولے او د زمکې د بنياد اندازه نۀ شى معلومولے نو زۀ به هم د اِسرائيل د ګناهونو په وجه د هغوئ نه اِنکار ونۀ کړم.“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
مالِک خُدائ به په عدالت کښې يهوداه سره هم جنګيږى. هغه به بنى اِسرائيل له د هغۀ د عمل په مطابق سزا ورکوى او هغۀ ته به د خپل عمل بدله ملاويږى.
يعقوب هم د مور په خېټه کښې خپل ورور د پوندې نه ونيوو او کله چې بالغ شو، نو هغۀ خُدائ پاک سره جګړه وکړه،
اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. مالِک خُدائ د دې مُلک په اوسېدونکو اِلزام لګوى چې، ”په دې مُلک کښې نۀ وفا شته او نۀ په کښې مينه شته او دا خلق خپل خُدائ پاک نۀ پېژنى.
هغې ته غوږ شئ څۀ چې مالِک خُدائ فرمائى، ودرېږه، خپله مقدمه د غرونو د وړاندې بيان کړه، پرېږده چې غرونه واورى چې تۀ څۀ وائې.
زما قهر به د اور په شان لمبې ووهى او په زمکه باندې هر څيز به وسوزوى. دا به لاندې دُنيا ته ورسيږى او د غرونو بېخونه به تباه کړى.
نن زۀ آسمان او زمکه ستاسو خِلاف ګواهان جوړوم، کۀ تاسو زما نافرمانى وکړئ، نو تاسو به زر د زمکې نه ورک شئ. تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده ژوند ونۀ کړئ کوم چې د اُردن نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ. تاسو به تباه شئ.