14 تاسو به خوراک وکړئ، خو ماړه به نۀ شئ، او ستاسو خېټه به اوس هم تشه وى. تاسو به څيزونه جمع کړئ خو څۀ به بچ نۀ کړئ، ځکه چې تاسو څۀ جمع کوئ هغه به زۀ په تُوره ووهم.
هغوئ به خپل ګس طرف ته ګاونډيانو باندې حمله وکړى خو بيا به هم اوږې وى، په خپل ښې طرف ګاونډيانو باندې به حمله وکړى خو بيا به يې هم لوږه نۀ ختميږى. په آخر کښې به هغوئ خپل بچى هم وخورى.
ستا د خلقو يوه حِصه به په وبا او قحط په تا کښې دننه مړۀ شى، او دوېمه حِصه خلق به دې د ښار د دېوالونو نه بهر په تُوره باندې قتل کړے شى، او درېمه حِصه به زۀ په هوا کښې خوارۀ کړم او په خپله تُوره به يې راګېر کړم.