ميکاه 5:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 هغوئ به د تُورې په زور د اسوريى په مُلک، او د نمرود په مُلک به د تُورې په زور حکومت کوى. هغه به مونږ د اسوريانو نه خلاص کړى کله چې هغوئ زمونږ په مُلک باندې حمله وکړى او زمونږ سرحدونو ته راننوځى. Faic an caibideil |
ډېر قومونه به د بنى اِسرائيلو مدد وکړى چې هغوئ خپل هغه مُلک ته واپس راشى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے دے. او هلته به هغه قومونه د وينځو او نوکرانو په توګه د بنى اِسرائيلو خِدمت کوى. کومو خلقو چې په يو وخت کښې بنى اِسرائيليان نيولى وُو نو اوس به بنى اِسرائيليان هغه خلق ونيسى او د بنى اِسرائيلو خلق به په هغه خلقو حکومت کوى چا چې په يو وخت کښې په هغوئ ظلم زياتے کولو.