Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ميکاه 5:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 خو تۀ، اے د بيت‌لحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ميکاه 5:2
57 Iomraidhean Croise  

بيا يعقوب او د هغۀ خاندان د بيت‌ايل نه کډه وکړه او چې کله دوئ د اِفرات نه لږ غوندې لرې وُو، د راحيل د ماشوم د پېدا کېدو وخت راغلو او هغه په سخت درد کښې وه.


چې راحيل په حق ورسېده، نو هغه د اِفرات د لار په غاړه ښخه کړے شوه، چې هغه ځائ اوس د بيت‌لحم په نوم ياديږى.


زۀ داسې ستا د مور راحيل په خاطر کوم. چې کله زۀ د مسوپتاميه نه واپس راتلم، نو هغه اِفرات ته نزدې د کنعان په مُلک کښې زما د ډېر غم سره وفات شوه. ما هغه د اِفرات د لارې په غاړه ښخه کړه.“ اِفرات اوس د بيت‌لحم په نوم مشهور دے.


يهوداه به د مشرۍ جنډا نيسى، او د هغۀ اولاد به همېشه حکومت کوى. قومونه به هغۀ له قلنګ راوړى، او د هغۀ په مخکښې به د تابعدارۍ سره ټيټيږى.


سلما د بيت‌لحم، د نطوفاتى، عطرات‌بيت‌يوآب او صُرعى د خلقو پلار نيکۀ وو، چې صُرعى په مانحت کښې د دوو ډلو نه يوه وه،


خو د يهوداه قبيله تکړه شوه او ټولو قبيلو له يې يو بادشاه ورکړو، خو پېدائشى حق د يوسف سره وو.


مونږ د لوظ صندوق ذکر په اِفراته کښې واورېدلو، او مونږ هغه د يعريم په مُلک کښې وموندلو.


د دې نه مخکښې چې لا دې غرونه ‎پېدا کړى نۀ وُو او نۀ دې لا زمکه او دُنيا پېدا کړې وه، تۀ خُدائ پاک يې د ازل نه تر ابده.


د دې نه علاوه، تۀ يو څو قابل کسان هم خوښ کړه او هغوئ په لسو، پنځوسو، سوونو او زرګونو کسانو باندې مشران مقرر کړه. هغوئ دې داسې سړى وى چې د خُدائ پاک نه يريږى، چې اعتبارى وى او رشوت خوارۀ نۀ وى.


نو هغۀ د ټولو بنى اِسرائيلو نه قابل خلق خوښ کړل. او هغوئ يې په لسو، پنځوسو، سوونو او زرګونو کسانو مشران مقرر کړل.


د يَسى مونډ به راوټوکيږى، او د هغې د جرړو نه به څانګه راوخېژى.


د مالِک خُدائ په وړاندې زما خِدمت کوونکى داسې وده وکړه لکه څنګه چې يو نرم تېغ په زمکه جرړې نيسى. هغۀ څۀ شان شوکت او حُسن نۀ لرلو چې د هغې په وجه مونږ ورباندې پام کړے وے. او نۀ په کښې څۀ داسې کشش وو چې مونږ يې متاثره کړې وے.


ګوره، ما هغه د قومونو ګواه جوړ کړو، ما هغه د قومونو مشر او فوجى آفسر جوړ کړو.


ښه نو بيا ګورئ، مالِک خُدائ به په خپله تاسو ته يوه نښه وښائى. يوه پېغله به اُميدواره شى او چې زوئ يې پېدا شى نو ”عمانو‌ايل“ يعنې، ”خُدائ زمونږ مل دے“ نوم به پرې کېږدى.


د هغوئ مشر به د هغوئ د خپل قوم نه وى، او د هغوئ مشر به د هغوئ د خپلو خلقو نه وى. زۀ به هغه خپل ځان ته نزدې کړم او هغه به ما له راشى، ځکه چې څوک دا جرأت کولے شى چې نابللے راشى؟ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.


راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو. هغه به يقيناً مونږ له داسې راځى لکه څنګه چې هر سحر نمر راخېژى، لکه څنګه چې د ژمې باران وريږى، لکه څنګه چې د سپرلى باران زمکه اوبۀ کوى.“


په هغه ورځ به زۀ د داؤد نړېدلے کور بيا آباد کړم. زۀ به د دې خراب شوى دېوالونه جوړ کړم او کنډر به يې بيا ودان کړم او لکه د پخوا په شان به يې بيا آباد کړم،


اے د صيون لورې، داسې د درد نه چغې او ټوپونه ووهه، لکه چې ښځه د ماشوم پېدا کېدو په وخت وهى، ځکه چې اوس به تاسو خامخا ښار پرېږدئ او په کولاو مېدان کښې به اوسېږئ. تۀ به بابل ته لاړه شې، خو تۀ به هلته بچ کړے شې. هلته به مالِک خُدائ تا د خپلو دشمنانو د لاسونو نه د تاوان په بدله را آزاده کړى.


اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى.


ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.


د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيت‌لحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل


”اے د يهوداه د زمکې بيت‌لحم ښاريې. تۀ د يهوداه په لويو ښارونو کښې هيڅکله هم ورکوټې نۀ يې، ځکه چې ستا نه به هغه سردار راوځى چې زما د خلقو بنى اِسرائيلو شپون به وى.“


بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.


او په دې وينا يې د هغۀ خلاف دعوىٰ شروع کړه، ”مونږ دا سړے وليدلو چې زمونږ د قوم خلق بې‌لارې کوى او قيصر ته د محصُول ورکولو نه خلق منع کوى او وائى چې زۀ مسيح بادشاه يم.“


د هغۀ د سر دپاسه يې يوه تختۍ لګولې وه چې پرې داسې ليکل وُو چې، ”دا د يهوديانو بادشاه دے.“


ولې صحيفې دا نۀ فرمائى چې مسيح به د داؤد د خاندان او د بيت‌لحم نه راځى، د هغه کلى نه چې داؤد په کښې اوسېدلے وو؟“


نو ما هغه هوښيار او تجربه‌کاره مشران واخستل چې تاسو د خپلو قبيلو نه خوښ کړى وُو او هغوئ مې ستاسو مشران جوړ کړل. چې څۀ د زرو، څۀ د سلو، څۀ د پنځوسو، او څۀ د لسو کسانو ذمه وار وُو. ما ستاسو د قبيلو دپاره نور مشران هم مقرر کړل.


او هغه په خپله د ټولو څيزونو نه اول پېدا شوے دے او ټول څيزونه په خپله يو ځائ قائم ساتى.


عيسىٰ مسيح پرون، نن او تل تر تله يو شان دے.


ځکه چې دا ښکاره خبره ده چې زمونږ مالِک د يهوداه د قبيلې نه پېدا شو او د دې قبيلې په حقله موسىٰ د اِمامت هيڅ ذکر نۀ دے کړے.


مونږ تاسو ته د هغه کلام په حقله بيان وکړو کوم چې د ازل نه موجود وو، کوم چې مونږ واورېدو او په خپلو سترګو مو وليدلو. مونږ يې ننداره وکړه او خپل لاسونه مو ورسره ولګول. هغه د ژوندون کلام دے.


او د هغۀ په چُوغه او په پتُون دا نوم ليکلے دے چې، ”د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک.“


د سمرنه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه چې، څوک چې اول او آخر دے، او څوک چې مړ شو او بيا ژوندے شو، هغه داسې فرمائى،


بيا يې ما ته وفرمائيل چې، ”وشوه. الفه او اوميګه، اول او آخر زۀ يم. هر څوک چې تږے وى زۀ به هغوئ ته د ژوندون د اوبو د چينو نه وړيا اوبۀ ورکړم.


هم په هغه وخت کښې هلته يو ځوان ليوى وو چې د يهوداه د بيت‌لحم په ښار کښې اوسېدو.


ډېر پخوا، چې کله قاضيانو په بنى اِسرائيلو حکومت کولو نو په هغه مُلک کښې قحط راغلو. يو سړے اِلى‌مَلِک، چې افراتے وو، هغه د يهوداه په بيت‌لحم کښې اوسېدو، د خپلې ښځې نعومى او د دوو زامنو محلون او کِليون سره موآب ته د څۀ وخت دپاره لاړو. دوئ لا هلته اوسېدل


مشرانو او نورو کسانو ووئيل، ”آو، مونږ ګواهان يُو. مالِک خُدائ دې ستا ښځه د راحيل او لِياه په شان کړى، چې هغوئ د يعقوب کور آباد کړو. تۀ دې په اِفرات کښې مالدار او په بيت‌لحم کښې مشهور شې.


زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه څوک چې تاسو د ټولو تکليفونو او سختو نه بچ کوى، خو تاسو نن زۀ رد کړے يم او بادشاه مو رانه غوښتے دے. ډېره ښۀ ده، نو د مالِک خُدائ په وړاندې ډله په ډله او قبيله په قبيله راغونډ شئ.“


نو داؤد د يَسى زوئ وو، چې هغه په يهوداه کښې د بيت‌لحم افراتے وو. د يَسى اتۀ زامن وُو او په هغه وخت کښې چې ساؤل بادشاه وو، هغه يو بوډا سړے وو.


او دا لس پنير مشر آفسر له يوسه. دا معلوم کړه چې ستا وروڼه څنګه دى او چې داسې څۀ نښه راوړې چې د هغې نه دا ښکاره شى چې تا هغوئ وليدل او هغوئ ښۀ دى.


بلکل هم هغه ځايونه ولټوئ چرته چې هغه پټ دے او خامخا سيدها ما له واپس خبر راوړئ. بيا به زۀ ستاسو سره لاړ شم او کۀ هغه تر اوسه پورې په هغه علاقه کښې وى، نو هغه به زۀ رانيسم، تر دې پورې چې د يهوداه ټول مُلک به ورپسې لټوم.“


هغه به ستاسو څۀ زامن د زرګونو سړو او نور د پنځوسو سړو مشران آفسران جوړ کړى. ستاسو زامن به د هغۀ په پټو کښې يوې کوى، د هغۀ فصلونه به رېبى، وسله او د هغۀ د جنګى ګاډو دپاره به نور سامان جوړوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan