14 زۀ به ستاسو د مينځ نه د اشيرې بُت ستنې راوکاږم او ستاسو ښارونه به تباه کړم.
هغوئ په ټولو غرونو باندې او د هرې ونې د سورى لاندې د کاڼو ستنې او د اشيرې د بُت نښې کېښودې،
ترڅو په زور سره د قومونو نه بدل واخلى، او چې د هغوئ خلقو ته سزا ورکړى،
او چې څنګه فېصله د هغوئ په خلاف ليکلے شوې ده هغه شان وشى. دا د هغۀ ټولو مقدسينو ته جلال دے. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.
د هغوئ د قربانۍ ځايونه وران کړئ، د هغوئ مقدسې ستنې تباه کړئ او هغوئ له د اشيرې د بُت نښې راوغورزوئ.
هغوئ چې په خپلو لاسونو کومې قربانګاه جوړې کړې دى هغوئ به په دې باندې نور يقين نۀ ساتى، او د اشيرې بُت په نښو او د خوشبودارو مصالحو سوزولو په قربانګاه باندې به يې اعتبار ختم شى.
نو داسې به د يعقوب ګناه معاف شى، او چې کله د اِسرائيل ګناهونه ختم شى نو په نتيجه کښې به هغوئ د غېرو قومونو قربانګاه د چونې د کاڼى په شان ذرې ذرې کړى او د قربانګاه خوشبودارې مصالحې او د اشيرې د بُت نښې به پاتې نۀ شى.
خو کۀ چرې هر يو قوم زما خبرو ته غوږ ونۀ نيسى، نو بيا به زۀ هغه قوم په مکمل توګه د بېخ نه راوکاږم او نيست و نابود به يې کړم.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.
مالِک په بېرحمۍ سره د يعقوب د اوسېدو ټول ځايونه تباه کړل. او په خپل قهر کښې هغۀ د لور يهوداه د ښار مضبوطې قلعه ګانې راوغورزولې. په بېعزتۍ سره هغۀ زمکې ته بادشاهى او د دې بادشاهان راوغورزول.
مالِک خُدائ ستا په حقله حکم کړے دے، اے نينوه، ”ستا اولاد به نۀ وى چې ستا نوم پرې پاتې شى. زۀ به هغه جوړ شوى تصويرونه او بُتان تباه کړم کوم چې ستاسو د معبودانو په عبادتخانو کښې دى. زۀ به ستا قبر تيار کړم، ځکه چې تۀ بدچلنه يې.“