6 ”په هغه ورځ،“ مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به ګوډيان راغونډ کړم، زۀ به جلاوطن شوى راجمع کړم او هغوئ چې ما ورته غم و درد رسولے وو.
مالِک خُدائ يروشلم بيا آبادوى، هغه د بنى اِسرائيلو شړلى خلق راغونډوى.
ځکه زۀ غورزېدو ته نزدې شوے يم، او مسلسل دردونو راګېر کړے يم.
مالِک خُدائ تعالىٰ، چا چې خپل خلق بنى اِسرائيليان د جلاوطنۍ نه راوستى دى هغه فرمائى چې هغه به نور خلق هم راجمع کړى هغوئ سره څوک چې مخکښې نه راجمع دى.
نو په دغه ورځو کښې به د يهوداه خاندان د اِسرائيل د خاندان سره يوځائ شى او په شريکه به دوئ د شمال د جلاوطنۍ د مُلک نه هغه مُلک ته واپس راشى کوم چې ما ستاسو پلار نيکۀ له په ميراث کښې ورکړے وو.“
نو زۀ به هغوئ د شمالى مُلک نه واپس راولم او د زمکې د لرو ځايونو نه به يې راغونډ کړم. تر دې چې ړاندۀ، ګوډيان، اُميدوارې ښځې او د ماشوم د پېدا کېدو په حالت کښې ښځې، نو هغوئ ټول به د لوئ قبيلې په شکل کښې دلته بيا راواپس شى.
ځکه چې زۀ به تاسو د نورو قومونو نه راغونډ کړم، زۀ به تاسو د ټولو مُلکونو نه راجمع کړم او خپل مُلک ته به مو واپس راولم.
زۀ به يقيناً تاسو ټول راغونډ کړم، اے د يعقوب اولاده، زۀ به يقيناً د بنى اِسرائيل ژوندى پاتې شوى خلق رايوځائ کړم. زۀ به هغوئ داسې رايوځائ کړم لکه ګډې چې شپول ته رايوځائ کيږى، لکه چې رمې د خپل څرن ځائ کښې وى، هغه ځائ به د خلقو نه ډک وى.
په هغه وخت به زۀ معامله وکړم هغوئ ټولو سره چې په تا يې ظلم زياتے کړے دے، زۀ به ګوډيان بچ کړم او هغوئ به راغونډ کړم چې څوک خوارۀ وارۀ شوى دى. زۀ به هغوئ له عزت او جلال ورکړم، په هر مُلک کښې چرته چې دوئ رسوا شوى وُو.
ځکه چې اِبن آدم دې له راغلے دے چې ورک شوى ولټوى او بچ يې کړى.“
زما نورې ګډې هم شته چې په دې شپول کښې نشته، زۀ به هغوئ هم ضرور دلته راولم. هغوئ به زما آواز اورى، او بيا به يوه رمه وى او شپونکے به يې هم يو وى.