ربُ الافواج وفرمائيل، يو وخت به راشى چې دا کلک لګېدلے مېخ به راوغورزيږى او چې په دې باندې څۀ هم راځوړند وى نو هغه به مات شى. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“
حزقياه ته غوږ مۀ نيسئ. د اسور بادشاه تاسو له حُکم درکوى چې ما سره صُلح وکړئ د ښار نه راوځئ او ما له راشئ. نو بيا به په تاسو کښې هر يو کس خپلو د انګورو باغونو نه انګور خورئ او د خپلو اينځرانو د ونو نه به اينځر خورئ او د خپلو کُوهو نه به اوبۀ څښئ.
نو بيا به تاسو د مالِک خُدائ سره په تعلق لرلو خوشحاله شئ. او زۀ به تاسو له لوئ عزت درکړم او په هغه ميراث به مو ماړۀ کړم د کوم لوظ چې ما ستاسو پلار نيکۀ يعقوب سره کړے دے. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“
زۀ به په هغوئ شپونکى مقرر کړم چې د هغوئ خيال وساتى، او هغوئ به نور د چا نه نۀ يريږى او نۀ به پرېشانه شى. او نۀ به يو ورک شى. ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“
بلکې مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمت کوونکيه يعقوبه، مۀ يرېږه. او اے اِسرائيله تۀ مۀ پرېشانه کېږه. زۀ به په يقين سره تا او ستا اولاد په هغه لرې مُلک کښې د جلاوطنۍ نه آزاد کړم. او تۀ به راواپس شې او خير خيريت سره به ژوند کوې. او څوک به تا نۀ شى يرولے.
د بنى اِسرائيلو ژوندى پاتې خلق به غلط کار نۀ کوى، هغوئ به دروغ نۀ وائى، او نۀ به د هغوئ په ژبه دوکه وى. هغوئ به خورى څښى او آرام به کوى او هيڅ څوک به هغوئ نۀ يروى.“