12 خو دوئ ته د مالِک خُدائ د سوچونو پته نشته، هغوئ ته د هغۀ د منصوبې پته نشته، هغه هغوئ درمند ته لکه د ګېډو په شان راغونډوى.
هغۀ خپل کلام يعقوب ته ورښکاره کړو، او خپل شريعت او قانون يې بنى اِسرائيلو ته ښکاره کړو.
هغۀ داسې د بل قوم دپاره کړى نۀ دى، هغوئ د دۀ په شريعت نۀ پوهيږى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ.
خو د اسور بادشاه په خپل زړۀ کښې د ظلم نه ډکې منصوبې لرلې. د هغۀ اراده دا وه چې ډېر قومونه تباه کړى.
اے زما خلقو، تاسو د غنمو په شان په درمند باندې غوبل شوى يئ، خو اوس زۀ تاسو ته يو ښۀ زېرے اوروم چې ما د مالِک خُدائ ربُ الافواج نه اورېدلے دے، چې هغه د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.
نو بيا د هغه ټولو قومونو لښکرې کوم چې د خُدائ پاک د ارىايل په ښار باندې حمله کوى، د هغوئ ټوله وسله او ساز و سامان به د يو خوب ليدو په شان فنا شى، داسې به فنا شى لکه چې دا د شپې يو خيال وى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خيالونه ستاسو د خيالونو په شان نۀ دى، او زما لارې ستاسو نه بدلې دى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى، هغه منصوبه چې تاسو ته مستقبل او اُميد درکړى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”اے بابله، تۀ زما د جنګ تبر يې، او زما د جنګ وسله يې. ستا په ذريعه به زۀ قومونه ذره ذره کوم، او زۀ به په تا بادشاهتونه تباه کوم،
مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، بابل لکه د درمند په شان تيار دے او اوس هغه وخت رارسېدلے دے چې خلق هغه د پښو لاندې کړى هرکله چې د لو وخت شروع شى.“
زۀ به ټول قومونه رايوځائ کړم او هغوئ به لاندې د يهوسفط وادۍ ته راولم. هلته به زۀ د هغوئ خلاف عدالت شروع کړم، د خپل ميراث يعنې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په خاطر، ځکه چې هغوئ زما خلق د قومونو په مينځ کښې خوارۀ وارۀ کړى دى او زما مُلک يې په خپل مينځ کښې تقسيم کړے دے.
ښاخۍ د هغۀ په لاس کښې ده. هغه به خپل درمند په ښۀ شان پاکوى او غنم به په خپله خمبه کښې جمع کوى، خو بوس به په هغه اور کښې سوزوى چې هيڅکله نۀ مرى.“