11 نو اوس ډېر قومونه ستا خِلاف راغونډ شوى دى. هغوئ وائى، ”پرېږدئ چې هغه بېعزته شى، او پرېږده چې زمونږ سترګې په شوق سره صيون ته وګورى.“
هر څوک چې د صيون نه کرکه کوى، هغوئ به په شرم وشرميږى او شکست به وخورى.
په يو سوچ سره دوئ په شريکه منصوبې جوړوى، دوئ ستا خلاف يو موټے شول او اِتحاد جوړوى.
خو د اسور بادشاه په خپل زړۀ کښې د ظلم نه ډکې منصوبې لرلې. د هغۀ اراده دا وه چې ډېر قومونه تباه کړى.
بېشمېره قومونه د سمندر د شور په شان شور کوى، هغوئ داسې شور کوى لکه چې لوئې لوئې چپې په خپلو کښې جنګيږى.
نو بيا د هغه ټولو قومونو لښکرې کوم چې د خُدائ پاک د ارىايل په ښار باندې حمله کوى، د هغوئ ټوله وسله او ساز و سامان به د يو خوب ليدو په شان فنا شى، داسې به فنا شى لکه چې دا د شپې يو خيال وى.
نو د صدقياه بادشاه د حکومت په نهم کال، په لسمه ورځ د لسمې مياشتې نبوکدنضر د بابل بادشاه د خپل ټول فوج سره په يروشلم حمله وکړه. هغوئ ښار محاصره کړو او د دې د دېوالونو نه يې ګېرچاپېره مورچې جوړې کړې.
نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، اے صوره زۀ ستا خلاف يم، زۀ به ستا خلاف ډېر قومونه راوچت کړم لکه څنګه چې سمندر خپلې چپې راوچتوى.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ولې تۀ هم هغه نۀ يې د چا چې ما ډېر پخوا د خپلو خِدمتګارانو د بنى اِسرائيلو د پېغمبرانو په وسيله خبرې کړې وې؟ په هغه وخت کښې هغوئ تر ډېرو کالونو پورې پېشګوئې وکړه چې زۀ به تا د هغوئ خلاف راولم.“
تا له د خپل ورور د بد قسمتۍ په ورځ خوشحالېدل نۀ دى پکار، او نۀ درله د يهوداه د خلقو د تباهۍ په ورځ خوشحالېدل پکار دى، او نۀ درله د هغوئ د تکليف په ورځ لافې کول په کار دى.
بيا زما دشمنان به دا وګورى او دوئ به وشرميږى، هغه چا چې ما ته ووئيل چې، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک چرته دے؟“ زما سترګې به د هغې بربادى وګورى، اوس به هغه داسې د پښو لاندې شى لکه په کوڅو کښې چې خټې وى.
په هغه ورځ، کله چې د زمکې ټول قومونه د دې خلاف يو ځائ شى، زۀ به د يروشلم نه د ټولو قومونو دپاره يو نۀ خوځېدونکے کاڼے جوړ کړم. هر هغه څوک چې د دې د لرې کولو کوشش کوى هغوئ به خپل ځانونه زخمى کړى.