Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ميکاه 4:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 اے د صيون لورې، داسې د درد نه چغې او ټوپونه ووهه، لکه چې ښځه د ماشوم پېدا کېدو په وخت وهى، ځکه چې اوس به تاسو خامخا ښار پرېږدئ او په کولاو مېدان کښې به اوسېږئ. تۀ به بابل ته لاړه شې، خو تۀ به هلته بچ کړے شې. هلته به مالِک خُدائ تا د خپلو دشمنانو د لاسونو نه د تاوان په بدله را آزاده کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ميکاه 4:10
27 Iomraidhean Croise  

ستا څۀ اولاد به بوتلے شى او د هغوئ نه به خصيان جوړ کړے شى چې د بابل بادشاه په محل کښې خِدمت کوى.“


نو په يو ځائ کښې د ښار دېوال وغورزولے شو او ټول فوجيان وتښتېدل. اګر چې ښار بابليانو محاصره کړے وو خو هغوئ د شپې د دوو دېوالونو په مينځ کښې په دروازه باندې ووتل، چې دا د شاهى باغ نه شاته وه او هغوئ د اُردن وادۍ طرف ته روان شول.


نو مالِک خُدائ د اسور فوجى مشران ولېږل چې په يهوداه باندې حمله وکړى. او هغوئ منسى ونيولو، کُنډې يې ورته واچولې او په زنځيرونو باندې يې وتړلو او بابل ته يې بوتلو.


هغۀ ټول ژوندى پاتې کسان بابل ته بوتلل، چرته چې هغوئ او د هغوئ اولاد تر هغې پورې د نوکرانو په توګه د هغۀ خِدمت کولو چې د فارس حکومت را اوچت شوے نۀ وو.


”دا د فارس د خورس بادشاه حُکم دے. مالِک خُدائ، د آسمان خُدائ پاک زۀ په ټوله دُنيا باندې حکمران جوړ کړے يم او ما له يې دا ذمه وارى راکړې ده چې د هغۀ دپاره د يروشلم په يهوداه کښې يو کور جوړ کړم، نو تاسو ټول څوک چې د خُدائ پاک خلق يئ، هلته ځئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دې ستاسو مل شى.“


هغۀ دوئ د دشمنانو د لاسونو نه بچ کړل، او د دشمنانو د لاسونو نه يې په بيعه واخستل.


د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو بچ کړئ هغه فرمائى، ”ستاسو د بچ کولو دپاره، زۀ به د بابل خِلاف يو لښکر درولېږم، زۀ به د ښار دروازې راوغورزوم، او د دې د خلقو د خوشحالۍ چغې به په ژړا بدلې شى.


ما په خپله خورس راپاڅولے دے چې واک اختيار په لاس کښې واخلى او زما مقصد پوره کړى او کارونه سم کړى. زۀ به هم د هغۀ ټولې لارې سيدها کوم. هغه به زما ښار بيا جوړ کړى، او زما خلق به د قېد نه آزاد کړى. هغه به دا هر څۀ مفت کوى، نۀ به پېسې اخلى او نۀ تحفې.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.


د بابل نه ووځئ. او د بابليانو نه وتښتئ. د خوشحالۍ سره د دې خبر چغه ووهئ، او د دُنيا تر ګُټ ګُټه پورې دا خبره مشهوره کړئ چې، ”مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى بنى اِسرائيليان بچ کړى دى.“


”کوم لنګ چې تا اخستے او تاؤ کړے دے اوس د فرات سيند ته لاړ شه او هلته د ګټ په سورى کښې يې پټ کړه.“


زۀ به تا د شريرانو د لاسونو نه وساتم، او د ظالمانو د زور او لاسونو نه به درله خلاصون درکړم.“


نو اوس تاسو ټولو اے جلاوطن شوو څوک چې ما د يروشلم نه بابل ته لېږلئ د مالِک خُدائ کلام واورئ.


ما داسې ژړا واورېدله لکه چې د يوې ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت وى، داسې زبيرګى وُو لکه څنګه چې يوه ښځه په وړومبى ماشوم کوى. زما لور صيون ژاړى او سلګۍ وهى، او خپل لاس يې د امداد دپاره اوږد کړے دے او وائى، ”افسوس په ما! زۀ تباه شوم او چې د خپلو قاتلانو د وړاندې تکه زېړه او بې‌وسه شوې يمه.“


قريوت به قبضه شى او د هغۀ مضبوطې قلعه ګانې به واخستلے شى. او په هغه ورځ به د موآب د فوجيانو زړونه داسې ګبراويږى لکه چې د يوې ښځې زړۀ چې د لنګون په وخت کښې ګبراويږى.


او هلته په رِبله کښې د حمات په زمکه د بابل بادشاه ټول ووژل. نو بيا داسې د يهوداه خلق د خپل مُلک نه پردى مُلک ته بوتلے شول.


خو يو وخت راتلونکے دے چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره شى او څوک به يې نۀ شمېرلے شى او نۀ به يې څوک ناپ کولے شى. نو بيا په هغه ځائ کښې چرته چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، ”تاسو زما خلق نۀ يئ،“ هلته به هغوئ ته ووئيلے شى چې، ”تاسو د ژوندى خُدائ پاک بچى يئ.“


د ماشوم د پېدا کېدو درد شروع شوے دے خو هغه ماشوم ناپوهه دے، او نۀ غواړى چې د مور د خېټې نه راوځى.


خو زۀ به يو ځل بيا هغه رضا کړم. زۀ به هغه صحرا ته بوځم، او هلته به ورسره خوږې خبرې وکړم.


خو تۀ، اے د بيت‌لحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.


نو بنى اِسرائيل به تر هغه وخته پورې خپلو دشمنانو ته پرېښودلے شى ترڅو چې د يوې اُميدوارې ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت پوره شى. او چې د هغۀ نور وروڼه د بنى اِسرائيلو سره د اِتحاد کولو دپاره راواپس شى.


خو ښځې ته د لوئ باز دوه وزرونه ورکړے شول نو چې هغه په بيابان کښې د اژدها نه خپل هغه ځائ ته والوځى چرته چې به تر درې نيم کالو پورې د هغې خيال وساتلے شى او محفوظه وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan