3 تاسو چې زما د قوم غوښې خورئ، د هغوئ نه څرمن وکاږئ او د هغوئ هډُوکى ټوټه ټوټه کوئ، څوک چې هغوئ لکه د کړى د غوښې په شان ټوکړې کوئ، يا يې لکه د دېګ د غوښې په شان کوئ.
ولې دوئ نۀ زده کوى څوک چې دى بدکاران، دوئ خورى لکه روټۍ زما خلق انسانان مالِک ته به د دُعا فکر ونۀ کړى دا بدکاران؟
چې کله ما ختمول غواړى بدکاران او حمله راباندې وکړى زما دشمنان، تيندک به وخورى او راګزار به شى زما دشمنان.
د هغوئ غاښونه د تُورو په شان دى او د هغوئ ژامنې د چړو په شان دى ترڅو چې غريبانان پرې د زمکې نه تير کړى، او د انسانانو نه ضرورتمند ختم کړى.
مالِک خُدائ د خپلو خلقو آفسران او مشران راولى چې د هغوئ عدالت وکړى. د هغوئ خِلاف د مالِک خُدائ دا اِعتراض دے، ”تاسو زما د انګورو باغ تباه کړے دے او د غريبانانو نه لوټ کړے شوے مال ستاسو په کورونو کښې دے.
تاسو دا حق نۀ لرئ چې زما خلقو له رګړه ورکړئ او د غريبانانو پوزې زمکې پورې راکاږئ. ما مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.“
هغوئ وائى چې، آيا دا ښۀ وخت نۀ دے چې کورونه جوړ کړُو؟ دا ښار لکه د اوسپنې د دېګ په شان دے او مونږ په کښې لکه د غوښې په شان محفوظ يُو.
او په هغې کښې د غوښې بوټۍ واچوئ، ټولې ښې بوټۍ لکه پتون او اوږى غوښه په کښې واچوئ. او د هم داسې ښو هډوکو نه يې ډک کړئ،
واورئ اے هغه خلقو څوک چې ضرورتمند راغورزوئ او د مُلک غريبانان تباه کوئ.
تر ننه پورې زما خلق لکه د دشمن غوندې زما خلاف راپاڅى. تاسو د هغوئ د اوږو نه قيمتى چُوغه وباسئ څوک چې په تاسو باور کوى، او لکه د هغه سړو په شان يې بربنډهوئ لکه څوک چې د جنګ نه راواپس شى.
د دې آفسران غړمبېدونکى زمرى دى، د دې حکمرانان د ماښام ليوانو په شان دى، څوک چې تر سحر پورې خپل ټول ښکار خورى.