Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ميکاه 2:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 تۀ زما د قوم ښځې د خپلو ښائسته کورونو نه شړې. تۀ د هغوئ د بچو نه د تل دپاره زما نعمتونه اخلې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ميکاه 2:9
14 Iomraidhean Croise  

د هغۀ جلالى نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى، ټوله زمکه دې د هغۀ د جلال نه ډکه وى. آمين ثُمه آمين.


بلکې زمونږ خېمې تباه شوې دى او پړى يې شلېدلى دى، زما ماشومان ما نه اخستے شوى دى. يو هم نۀ دے پاتې شوے، ټول بوتلے شوى دى زۀ به يې دوباره ونۀ وينم.


زۀ به د قومونو په مينځ کښې خپل جلال ښکاره کړم، او ټول قومونه به وګورى هغه سزا چې زۀ يې نازلوم او هغه لاس چې ما په هغوئ باندې اېښے دے.


تاسو د يهوداه او د يروشلم خلق په يونانيانو خرڅ کړل او هغوئ دې د خپل مُلک نه لرى ولېږل.


هغوئ د غريبانانو سرونه لکه د زمکې د خاورى په شان د پښو لاندې کوى او نۀ پرېږدى چې مظلومانو ته اِنصاف مِلاو شى. پلار او زوئ هم يوې ښځې سره څملى او زما د پاک نوم بې‌حرمتى کوى.


چې هغوئ د پټو په لالچ کښې راشى نو قبضه يې کړى، او چې د کورونو په لالچ کښې راشى نو دا ونيسى. هغوئ د خلقو نه خپل کور په دوکه اخلى، او رشته‌دار د وراثت نه محروموى.


ځکه چې زمکه به د مالِک خُدائ د جلال د عِلم نه داسې ډکه شى لکه څنګه چې سمندر د اوبو نه ډک وى.


او زۀ به په خپله د دې نه ګېرچاپېره د اور دېوال يم، مالِک خُدائ فرمائى، او زۀ به په خپله د دې ښار په مينځ کښې جلال يم.“


خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.


هم دا هغه خلق دى چې د کونډو جائيدادونه قبضه کوى او د رياکارۍ اوږدې اوږدې دُعاګانې کوى، دوئ به سخته سزا ومومى.“


هم دا هغه خلق دى چې د کونډو مالونه خورى او د ريا اوږدې اوږدې دُعاګانې کوى، دوئ به د ټولو نه سخته سزا مومى.“


خو په مونږ کښې د مالِک خُدائ هغه جلال ليدل کيږى چا چې د خپلو مخونو نه پړده اخوا کړې ده، او مونږ ورځ په ورځ د مالِک خُدائ د جلال په صورت بدليږو، او دا کار زمونږ نه، خو د هغه مالِک دے چې په خپله روح دے.


ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.


بادشاه سلامت، زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو هغه واوره. کۀ دا مالِک خُدائ وى چې تۀ يې زما خِلاف کړې، نو يوه نذرانه چې هغۀ ته پېش شى نو کېدے شى چې د هغۀ فېصله بدله شى، خو کۀ دا انسان کړى وى، نو په هغوئ دې د مالِک خُدائ لعنت راشى. ځکه چې هغوئ زۀ د مالِک خُدائ د مُلک نه وشړلم او راته يې ووئيل چې د پردو معبودانو عبادت کوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan