Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ميکاه 2:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 تر ننه پورې زما خلق لکه د دشمن غوندې زما خلاف راپاڅى. تاسو د هغوئ د اوږو نه قيمتى چُوغه وباسئ څوک چې په تاسو باور کوى، او لکه د هغه سړو په شان يې بربنډه‌وئ لکه څوک چې د جنګ نه راواپس شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ميکاه 2:8
10 Iomraidhean Croise  

زمونږ يو عظيم ښار دے، چې په بنى اِسرائيل کښې ډېر د وفا او امن نه ډک دے. دا تۀ ولې تباه کوې؟ تۀ هغه څۀ ورانول غواړې څۀ چې د مالِک خُدائ دى؟“


زما ملګرى په خپلو دوستانو باندې حمله کړې ده، او خپل لوظ يې مات کړے دے.


منسى به په اِفرائيم او اِفرائيم به په منسى حمله وکړى، بيا به هغوئ يو ځائ په يهوداه حمله وکړى. خو د مالِک خُدائ غصه لا سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا ورکولو دپاره لاس اوچت نيولے دے.


زما غوره شوے قوم لکه د ځنګل د زمرى په شان ما ته وغړمبېدو، نو په دې وجه زۀ د هغوئ نه نفرت کوم.


تاسو چې د نېکۍ نه نفرت او د بدۍ سره مينه کوئ، څوک چې زما د قوم نه څرمن وباسئ او د هغوئ د هډوکو نه غوښه لرى کوئ،


تاسو چې زما د قوم غوښې خورئ، د هغوئ نه څرمن وکاږئ او د هغوئ هډُوکى ټوټه ټوټه کوئ، څوک چې هغوئ لکه د کړى د غوښې په شان ټوکړې کوئ، يا يې لکه د دېګ د غوښې په شان کوئ.


مؤمنان د دُنيا نه ختم کړے شول، يو نېک هم پاتې نۀ شو. ټول انسانان په دې انتظار کښې دى چې وينه توئ کړى، هر يو خپل ورور په جال کښې راګېروى.


د هغوئ دواړه لاسونه په غلطو کارونو کښې تکړه دى، حکمرانان تحفې غواړى، قاضيان رشوت قبلوى، زورَور هغه حکم کوى چې څۀ يې خوښ وى. دوئ ټول يو ځائ سازشونه کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan