Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ميکاه 2:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 نو ځکه په تاسو کښې به هيڅوک د مالِک خُدائ په مجلس کښې نۀ وى چې زمکه په پچه تقسيم کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ميکاه 2:5
12 Iomraidhean Croise  

چې په آخر کښې مالِک خُدائ هغوئ د خپل حضور نه لرې کړل، لکه څنګه چې هغۀ د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه خبردارے ورکړے وو چې داسې به وکړى. نو د اِسرائيل خلق اسور ته جلاوطن کړے شول، چرته چې تر اوسه پورې اوسيږى.


هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به تاسو له د کنعان مُلک درکړم، دا به ستاسو خپل ميراث شى.“


د دلاياه، طوبياه او نقودا د ډلو کسان شپږ سوه او دوه څلوېښت وُو کوم چې د تل ملح، تل حرشا، کروب، عدون او اِمير ښارونو نه راواپس شول، خو هغوئ دا نۀ شول ثابتولے چې هغوئ د بنى اِسرائيلو اولاد دے.


تا ما له په برخه کښې راکړى دى ښۀ ځايونه، بې‌شکه چې عجيبه دى ستا ميراثونه.


بنى اِسرائيليان به د مالِک خُدائ په مُلک کښې نۀ پاتې کيږى، بلکې هغوئ به مِصر ته واپس ځى او د اسور په مُلک کښې به حرام څيزونه خورى.


نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې د پچې اچولو سره به تاسو ته ملاويږى، هغه زمکه چې مالِک خُدائ نهۀ نيمو قبيلو ته په حواله کړې ده.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،


يو حرامى پېدا شوے کس يا د داسې کس اولاد، تر لسم نسله پورې هم، د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شاملېدلے.


د درېم نسل نه ورپه اخوا د هغوئ اولاد د مالِک خُدائ په خلقو کښې شاملېدے شى.


خُدائ تعالىٰ قومونو له خپل خپل ميراث ورکړو، کله چې هغۀ فېصله وکړه چې قومونه به په کوم کوم ځائ کښې اوسيږى، چې هر يو قوم د خپل هغه معبود سره اوسيږى چې هغۀ ورله خوښ کړے وى،


نو يشوَع د هغوئ دپاره په سيلا کښې پچه واچوله چې د مالِک خُدائ سره مشوره وکړى او د بنى اِسرائيلو هرې پاتې شوې قبيلې ته يې د زمکې خپله خپله برخه حواله کړه.


تاسو به د هرې قبيلې نه درې سړى خوښ کړئ او زۀ به هغوئ ولېږم چې هغه ټوله علاقه وګورى او د دې ميراث د تقسيمولو تفصيل راوړى او بيا به هغوئ ما له واپس راشى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan