Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ميکاه 2:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 زۀ به يقيناً تاسو ټول راغونډ کړم، اے د يعقوب اولاده، زۀ به يقيناً د بنى اِسرائيل ژوندى پاتې شوى خلق رايوځائ کړم. زۀ به هغوئ داسې رايوځائ کړم لکه ګډې چې شپول ته رايوځائ کيږى، لکه چې رمې د خپل څرن ځائ کښې وى، هغه ځائ به د خلقو نه ډک وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ميکاه 2:12
28 Iomraidhean Croise  

کله چې هغه ورځ راشى، نو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د خپل طاقت نه کار واخلى او خپل هغه خلق به خپلو کورونو ته راولى کوم چې په اسور، مِصر، فتروس، ايتهوپيا، عيلام، بابل او د حمات په مُلکونو کښې او د سمندر په غاړو کښې پاتې شوى وُو.


په هغه ورځ به مالِک خُدائ د فرات سيند نه واخله تر مِصر سرحده پورې خپل خلق يو يو کس راغونډ کړى، داسې لکه څوک چې د بوسو نه غنم رابېلوى.


د مالِک خُدائ تُوره په وينه او وازګه باندې پټه شوې ده، دا د ګډورو او د چېلو په وينو سره ده او وازګې ورباندې لګېدلې دى، ولې چې مالِک خُدائ به دا قربانى د بُصره په ښار کښې پېش کړى، هغه به دا لويه حلاله د ادوم په مُلک کښې وکړى.


د ښار په کنډرو کښې به ګډُورى واښۀ خورى او د چېلو بچو ته به په کښې د څرن زمکه ملاويږى.


زۀ به په خپله د خپلې رمې باقى پاتې شوى خلق د هغه ټولو مُلکونو نه راغونډ کړم کومو ته چې ما شړلى وُو او خپل وطن ته به يې واپس راولم. چرته چې به هغوئ مېوه ونيسى او د هغوئ شمېر به ډېر شى.


نو په دغه ورځو کښې به د يهوداه خاندان د اِسرائيل د خاندان سره يوځائ شى او په شريکه به دوئ د شمال د جلاوطنۍ د مُلک نه هغه مُلک ته واپس راشى کوم چې ما ستاسو پلار نيکۀ له په ميراث کښې ورکړے وو.“


”مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زۀ به په خپله د خپلو ګډو لټون وکړم او هغوئ به راپېدا کړم او د هغوئ خيال به ساتم.


زۀ به هغوئ د نورو قومونو نه راوکاږم او د نورو مُلکونو نه به يې راغونډ کړم، او زۀ به هغوئ خپل مُلک ته واپس راولم. هغوئ به زۀ د بنى اِسرائيلو په غرونو، او سيندونو په غاړه او د مُلک په ټولو آبادو ځايونو کښې وڅروم.


نو زۀ به خپله رمه بچ کړم، او هغوئ به نور نۀ تالا والا کيږى. زۀ به د يوې ګډې او د بلې ګډې په مينځ کښې عدالت وکړم.


تاسو زما ګډې، زما د څرن د ځائ ګډې، زما خلق يئ، او زۀ ستاسو خُدائ پاک يم. مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، يو ځل بيا به د بنى اِسرائيلو درخواست ته توجو وکړم او د هغوئ دپاره به دا‎ وکړم، زۀ به د ګډو په شان د هغوئ د خلقو شمېره زياته کړم،


او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به بنى اِسرائيل د هغه قومونو د مينځ نه راوکاږم چرته چې هغوئ تللى دى. زۀ به هغوئ د هرې خوا نه رايوځائ کړم او هغوئ به خپل مُلک ته واپس راولم.


د يهوداه او اِسرائيل خلق به بيا په يو ځائ راغونډ شى او د ځان دپاره به يو مشر خوښ کړى. او هغوئ به په يو ځائ د جلاوطنۍ نه راواپس شى. نو دا به د يزرعيل دپاره يوه لويه ورځ وى.


نو زۀ به په تيمان اور نازل کړم او دا به د بُصره قلعه ګانې تباه کړى.“


څوک چې لاره کولاو کړى هغه به د هغوئ نه مخکښې روان وى، هغوئ به دروازې ماتې کړى او بهر به وځى. د هغوئ بادشاه به د هغوئ نه مخکښې روان وى، مالِک خُدائ به د هغوئ رهنمائى کوى.


او ترڅو چې تۀ يې، اے د رمې حفاظت کوونکيه، اے د صيون لور مضبوطې قلعې، پخوانے حکومت به تا ته بيا مِلاو شى، او بادشاهت به بيا يروشلم لور ته مِلاو شى.


د يعقوب پاتې شوى خلق به د ډېرو قومونو په مينځ کښې لکه د مالِک خُدائ د رالېږلے شوې پرخې يا په واښو د باران په شان وى، کوم چې د انسان انتظار نۀ کوى او نۀ د انسان دپاره ايساريږى.


د يعقوب پاتې شوى به د قومونو په مينځ کښې وى، د ډېرو قومونو په مينځ کښې، لکه چې شير د ځنګلى ځناورو په مينځ کښې وى، يا لکه چې ځوان شير د ګډو د رمو په مينځ کښې وى، چې دے روان وى نو په پنجه وهل کوى او ماتول کوى، او هيڅ څوک ترې نه ځان نۀ شى بچ کولے.


اے مالِکه، د خپلو خلقو شپونتوب په خپلې لښتې سره وکړه، په خپله برخه رمې څوک چې د زرخيزه زمکې په مينځ کښې په ځنګل کښې اوسيږى، هغوئ پرېږده چې لکه د پخوا په شان په بسن او جِلعاد کښې وڅريږى.


ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې.


په هغه وخت به زۀ تاسو راغونډ کړم، په هغه وخت به زۀ تاسو خپلو کورونو ته راولم. زۀ به تاسو ته د دُنيا په ټولو خلقو کښې عزت او جلال درکړم، زۀ به تاسو ستاسو د خپلو سترګو د وړاندې بيا آباد کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan