9 نو د هغې زخمونه لا علاجه دى. دا يهوداه ته هم راغلو. دا زما د خلقو نزدې دروازې پورې راورسېدو، تر دې چې يروشلم ته راورسېدو.
د ښار دروازې به ژړا او ماتم کوى او ښار به په خپله د هغه ښځې په شان وى چې يواځې پاتې شى او په زمکه کښېنى.
د حزقياه بادشاه د بادشاهۍ په څوارلسم کال، د اسور بادشاه سينحرب، د يهوداه د پَخو دېوالونو په ښارونو باندې حمله وکړه او قبضه يې کړل.
بيا د اسور بادشاه خپل مشر آفسر ته حُکم وکړو چې حزقياه بادشاه ته د يو لوئ لښکر سره د لکيس نه يروشلم ته لاړ شى. نو آفسر په هغه سړک ودرېدو چرته به چې دهوبيانو جامې وينځلې، دا د هغه وَلې سره نزدې وو چې په دې کښې د بره ډنډ نه اوبۀ راتلې.
زما درد ولې نۀ ختميږى؟ او زما زخمونه ولې لا علاجه دى او نۀ رغيږى؟ ستا مدد زما دپاره داسې نا باوره شو لکه موسمى لختى، لکه د هغه چينې په شان چې اوچه شوې وى.“
اے د مِصر پېغلې لورې، جِلعاد ته لاړه شه او هلته دارو ولټوه. خو ستاسو رنګارنګ دوائى به تاسو ته شفا درنۀ کړى.
هغه څوک چې په ماروت کښې اوسيږى او په مايوسۍ سره د مدد په طمع دى، ځکه چې د مالِک خُدائ نه افت نازل شوے دے، او د يروشلم دروازې پورې رارسېدلے دے.
نو بيا ستاسو د ګناهونو په وجه ما ستاسو تباه کول، او ورانول شروع کړل.
ستا زخم هيڅ يو څيز هم نۀ روغوى، ستا زخم وژونکے دے. هر څوک چې ستا په حقله ستا په راغورزېدو خبر شى هغه لاسونه پړقوى، ځکه داسې څوک نشته چې ستا د نۀ ختمېدونکى ظلم نه خلاص شوى وى.