8 په دې وجه به زۀ ماتم وکړم او د غم مرثيه به ووايم، زۀ به پښې ابلې پښې او بربنډ وګرځم. زۀ به لکه د ګيدړ په شان وکونږېږم او لکه د ګونګى په شان به چغې ووهم.
په هغه ورځ به خلق تا پورې خندا کوى، هغوئ به تا ته پېغور درکوى د غم په دې مرثيى کښې، ”مونږ مکمل تباه شُو، زما د قوم ملکيت تقسيم شو. مالِک زمونږ جائيداد اخستے دے او هغه يې غدارانو له ورکړے دے.“
هغۀ خپلې جامې وويستلې او د سموئيل په مخکښې يې پېشګوئې ورکول شروع کړل او په هغه ټوله ورځ او ټوله شپه بربنډ پروت وو. (نو دا ځکه دا متل شروع شو، ”ساؤل پېغمبر جوړ شوے دے څۀ؟“)