Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ميکاه 1:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 نو په دې وجه به زۀ سامريې نه د کنډرو ډېرے جوړ کړم، يو داسې ځائ چې د انګورو بوټى به په کښې کَرلے شى. زۀ به د دې دېوالونو کاڼى وادۍ ته وغورزوم او د دې بنيادونه به ښکاره کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ميکاه 1:6
19 Iomraidhean Croise  

کۀ هغه ښار ته راوتښتى، نو زمونږ خلق به رسۍ راوړى او ښار به لاندې مېدان ته راکاږى. يو وړوکے کاڼے به هم پاتې نۀ شى.“


د محاصرې په درېم کال، د سامريه زوال وشو، دا د حزقياه د بادشاهۍ شپږم کال وو او د هوسيع د بادشاهۍ نهم کال وو.


د حزقياه د بادشاهۍ په څلورم کال، چې په اِسرائيل باندې د هوسيع د بادشاهۍ اوؤم کال وو، د اسور بادشاه سلمنسر په اِسرائيل حمله وکړه او سامريه يې محاصره کړو.


تۀ خبر نۀ يې چې ما د دې هر څۀ ډېر د مخکښې نه منصوبه جوړه کړې وه؟ او اوس مې داسې وکړل او تا له مې دا طاقت درکړو چې د پَخو دېوالونو ښارونه د خاورو په ډېرو بدل کړې.


دا د دمشق په حقله پېغام دے، ”د دمشق ښار به تباه شى، او دا به تش د کنډرو يو ډېرے پاتې شى.


هغه به د موآب د اوچتو دېوالونو والا قلعې تباه کړى او را وبه يې غورزوى او د خاورو سره به يې خاورې کړى.


تا ښارونو نه د ملبو ډيرى جوړ کړى دى، او د هغوئ د پَخو دېوالونو قلعې دې په کنډراتو بدل کړى دى. د پردى مُلک د خلقو د قلعې په شان محلونه داسې خاورې شوى دى چې بيا به هيڅکله ورته ښار ونۀ شى وئيلے او نۀ به کله دوباره آباد کړے شى.


تاسو به دوباره د سامريه په غونډو باندې د انګورو باغونه وکَرئ، او څوک چې دا باغونه کَرى هغوئ به يې په مېوه خوشحاله شى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ ستا په خلاف يم، اے تباه کوونکيه غره، تۀ چې ټوله زمکه تباه کوې. زۀ به خپل لاس ستا په خلاف دراوږد کړم، چې د اوچت ځائ نه دې رانسکور کړم، او چې درنه يو سوزېدلے او د ايرو غر جوړ کړم.


بابل نه به د تباهۍ ډېرے جوړ شى، او ګيدړان به په کښې غارونه جوړ کړى. هغه به نورو ته د يرې او مسخرو شى، او څوک به هم په کښې نۀ اوسيږى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به د يروشلم نه د خاورو ډېرے، او د ګيدړانو غار جوړ کړم. او د يهوداه ښارونه به وران او خاموشه کړم، نو هيڅوک به هلته کښې نۀ اوسيږى.


وګورئ چې د سرو زرو ځلا څنګه تته شوه، او چې خالص سرۀ زر څنګه بدل شوى دى، او د مقدس ځائ کاڼى د هر يو سړک په هر ګوټ کښې خوارۀ وارۀ شُو.


زۀ به هغه دېوال راوغورزوم کوم چې تاسو چونه کړے دے او هغه به زۀ د زمکې سره هوار کړم او د هغۀ بنياد به څرګند کړم. کله چې هغه راغورزيږى نو تاسو به هم په کښې تباه شئ، نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.


سامريه به د خپل قصور سزا برداشت کوى، ځکه چې هغې زما خِلاف سرکشۍ کړې ده. د سامريه خلق به په جنګ کښې مړۀ شى، د هغوئ ماشومان به په زمکه راوغورزولے شى او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وڅيرلے شى.


تاسو په غريبانانو ظلم کوئ او د هغوئ په غله د حد نه زيات ټيکس لګوئ. نو په دې وجه اګر کۀ تاسو د کاڼو نه ښائسته کورونه جوړ کړى دى خو تاسو به په هغې کښې نۀ اوسېږئ، اګر کۀ تاسو د انګورو ډک باغونه کَرلى دى خو تاسو به د هغې مے ونۀ څښئ.


قادر مطلق خُدائ په خپل ذات قسم کړے دے. مالِک خُدائ، ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ د يعقوب د غرور نه کرکه کوم، او د هغۀ مضبوطو قلعه ګانو نه نفرت کوم. زۀ به ښار او په دې کښې چې هر څۀ دى دشمن ته حواله کړم.“


نو ځکه ستاسو په وجه، صيون به لکه د پټى غوندې يوه کړے شى، يروشلم نه به د کنډر يو ډېرے جوړ شى، او د خُدائ پاک د کور په غر به ګڼ ځنګل وشى.


تۀ د خپلو خلقو بچ کولو دپاره بهر راغلې، چې خپل غوره کړے شوى بچ کړې. تا د بدعمله وطن مشر چخڼى کړل، تا هغوئ د سر نه تر پښو پورې بربنډ کړل.


هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”دې ټولو آبادو ته وګورئ، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan