3 ګورئ، مالِک خُدائ راروان دے، هغه په آسمان کښې خپل تخت پرېږدى او د زمکې اوچت ځايونه د پښو لاندې کوى.
ټولو مغروره خلقو ته وګوره او هغوئ عاجزان کړه، او بدعمله خلق ټک سره ووژنه.
زمونږ پاک خُدائ په آسمان کښې دے، هر هغه څۀ کوى چې څۀ د هغۀ خوښ وى.
مالِک خُدائ به د صيون د غرۀ حِفاظت کوى، خو موآب به داسې د پښو لاندې کړے شى لکه چې بوس په غوبل کښې د پښو لاندې کيږى.
وګورئ، مالِک خُدائ په آسمان کښې د خپل اوسېدو ځائ نه راروان دے چې د زمکې خلقو له د هغوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. کومه وينه چې په زمکه باندې تويه شوې وه نو هغه به راښکاره کړے شى او چې څوک وژلى شوى وى نو زمکه به يې نۀ پټوى.
نو بيا د خُدائ پاک روح زۀ اوچت کړم او ما شاته يو دروند آواز واورېدو چې فرمائيل يې، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت او جلال دې د هغۀ په ځائ کښې وى.“
ځکه چې مالِک خُدائ هم هغه دے چا چې غرونه پېدا کړى دى، او هوا يې پېدا کړې ده، او خپل خيالات بنى آدم ته څرګندوى. هغه د سحر رڼا په تيارۀ بدلوى او د زمکې په اوچتو ځايونو باندې ګرځى. د هغۀ نوم مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج دے.
مالِک خُدائ، ربُ الافواج خُدائ، چې زمکې له لاس وروړى نو زمکه ويلى شى. او د هغې ټول خلق ماتم کوى. ټوله زمکه داسې اوچتيږى لکه څنګه چې د سېلاب په وخت دريائے نيل راوچتيږى، او بيا واپس ښکته کيږى.
قادر مطلق خُدائ زما طاقت دے. هغه زما پښې لکه د هوسۍ د پښو په شان کوى، هغه ما د دې جوګه کوى چې په اوچتو ځايونو وګرځم. دا دُعا د موسيقۍ د مشر دپاره ده چې د رباب د تارونو سره ده.
په هغه ورځ به د هغۀ پښې د زيتُونو په غر د يروشلم مشرق طرف ته ودريږى. او د زيتُونو غر به د مشرق نه تر مغرب پورې په مينځ نيم شى، يوه لويه وادى به جوړه شى، دا غر به نيم د شمال طرف ته او نيم د جنوب طرف ته وښويږى.
هغۀ دا موقع ورکړه چې په اوچتو مُلکونو حکومت وکړى، او هغوئ له يې د پټو د فصلونو خوراک ورکړو په هغوئ يې د يو ګټ نه شات وخوړل، د کاڼى په شان سختې زمکې نه يې د زيتُونو تېل ورکړل.
اِسرائيلو، تاسو څومره خوشحاله يئ. ستاسو په شان هيڅ څوک هم نشته، يو داسې قوم چې مالِک خُدائ خلاصون ورکړے دے. مالِک خُدائ په خپله ستاسو ډال او ستاسو تُوره دے، چې ستاسو حِفاظت وکړى او تاسو له فتح درکړى. ستاسو دشمنان به راشى او د رحم دپاره به سوال کوى، او تاسو به هغوئ د پښو لاندې کړئ.“