12 هغه څوک چې په ماروت کښې اوسيږى او په مايوسۍ سره د مدد په طمع دى، ځکه چې د مالِک خُدائ نه افت نازل شوے دے، او د يروشلم دروازې پورې رارسېدلے دے.
خو کله چې ما د ښۀوالى لټون وکړو، نو بدوالے راغلو، او کله چې ما د رڼا اِنتظار وکړو، نو تيارۀ راغله.
زۀ رڼا او تيارۀ دواړه پېدا کوم، سلامتى او بربادى دواړه زۀ راولم. زۀ، مالِک خُدائ دا هر څۀ کوم.
اے مالِکه خُدايه، تا يهوداه بلکل رد کړے دے څۀ؟ آيا تۀ د صيون د خلقو نه نفرت کوې څۀ؟ ولې تا مونږ دومره سخت زخمى کړى يُو چې د رغېدو ټول اُميدونه مو ختم شُو څۀ؟ مونږ د خير اُميد لرلو خو مونږ ته خير مِلاو نۀ شو، مونږ د علاج په طمع وُو خو د شفا په ځائ په مونږ يره راغله.
مونږ د امن په طمع وُو، خو مونږ هيڅ خير ونۀ ليدلو. مونږ د شفا حاصلولو اُميد کولو، بلکې د هغې په ځائ په مونږ يره راغله.
کله چې په ښار کښې بيګل وغږيږى نو خلق نۀ يريږى؟ کله چې يو ښار باندې افت راشى آيا دا مالِک خُدائ نۀ وى راوستے؟
نو د هغې زخمونه لا علاجه دى. دا يهوداه ته هم راغلو. دا زما د خلقو نزدې دروازې پورې راورسېدو، تر دې چې يروشلم ته راورسېدو.
هغې ووئيل، ”ما ته نعومى مۀ وايئ، ما ته ماره وايئ، ځکه چې قادر خُدائ زما ژوند تريخ کړے دے.
عيلى د لوظ صندوق په حقله ډېر پرېشانه وو، هغه د لارې په غاړه په يوه کُرسۍ باندې ناست وو او انتظار يې کولو. هغه سړى دا خبر په ټول ښار کښې خور کړو او هر يو کس د يرې نه وژړل.