Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ميکاه 1:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 بربنډ او د شرم سره دلته نه تېر شئ، تاسو څوک چې په سفير کښې اوسېږئ. هغوئ څوک چې په ضنان کښې اوسيږى هغوئ به بهر نۀ راوځى. بيت‌ايضل په خپله په غم کښې دے، ستاسو د حفاظت اُميد ختم شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ميکاه 1:11
12 Iomraidhean Croise  

د موآب ښځې د ارنون سيند په غاړه باندې د هغه مارغانو په شان دى چې د جالې نه شړلے شوى وى.


د اسور بادشاه چې د دې دوو مُلکونو نه قېديان نيولى دى نو هغوئ به بربنډ بوځى. زلمى او بوډاګان به د څپلو نه بغېر او بربنډ روان وى، د هغوئ کوناټى به ښکارى، دا به د مِصر دپاره د شرم خبره وى.


کۀ تۀ چرې د خپل ځان نه تپوس وکړې چې دا هر څۀ ما سره ولې کيږى؟ نو دا ستا د ډېرو ګناهونو په وجه تا سره وشول. نو ځکه ستا نه جامې وويستلے شوې او هغه حمله کوونکو فوجيانو تا سره په زور زنا وکړه.


هغوئ وائى چې، منډه کړئ او ځان بچ کړئ او په صحرا کښې د ځنګلى بوټو په شان شئ.


په موآب باندې مالګه ودوړوه، ځکه چې هغه به په ښوره او صحرا بدل شى، د هغې ښارونه به وران شى، او هيڅ څوک به په کښې نۀ اوسيږى.


نو په دې وجه به زۀ ستا ټول عاشقان يو ځائ ته راغوڼد کړم، د چا نه چې تا خوندونه اخستل، د چا سره چې تا مينه کوله او هغوئ د چا نه چې تا نفرت کولو. زۀ به ستا ټول دشمنان د هر ځائ نه راغونډ کړم او د هغوئ په وړاندې به دې بربنډه کړم تر هغې چې هغوئ ټول تا په مکمل توګه لغړه وګورى.


هغوئ به تاسو سره د نفرت سلوک وکړى او هر هغه څيز به درنه يوسى کوم دپاره چې تاسو محنت کړے دے. تاسو به بربنډ او لغړ پرېږدى، او ستا د زناکارۍ شرم به څرګند شى. ستا فحاشۍ او زناکارۍ


په دې وجه به زۀ ماتم وکړم او د غم مرثيه به ووايم، زۀ به پښې ابلې پښې او بربنډ وګرځم. زۀ به لکه د ګيدړ په شان وکونږېږم او لکه د ګونګى په شان به چغې ووهم.


زۀ ستا خلاف يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زۀ به ستا لمن ستا په مخ دراوچته کړم. زۀ به قومونو ته تا لغړه کړم او مُلکونو ته به دې وشرموم.


بيا به تاسو زما د غرۀ په وادۍ کښې وتښتئ، ځکه دا به تر آضل پورې رسېدلې وى. تاسو به داسې وتښتئ لکه څنګه چې تاسو د يهوداه د بادشاه عُزياه په ورځو کښې د زلزلې نه وتښتېدلئ. بيا مالِک خُدائ زما خُدائ پاک به راشى، او ټولې پاکې فرښتې به هغۀ سره راشى.


هلته دا ښارونه هم وُو، ضنان، حداشه، مجدل‌جد،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan