Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 9:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 عيسىٰ په دې پوهه وو چې د دوئ په زړۀ کښې څۀ تير شول نو ورته يې وفرمائيل چې، ”تاسو داسې بد خيالونه ولې کوئ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 9:4
24 Iomraidhean Croise  

تا ته زما د ناستې پاستې پته ده، او زۀ کۀ لرې هم يم تۀ زما په سوچونو پوهېږې.


کۀ چرې مونږ داسې کړى وُو نو خُدائ به ترې خبر نۀ وو څۀ؟ ځکه چې هغه د زړونو په رازونو باندې خبر نۀ دے څۀ؟


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په هغه ورځ به ستا ذهن کښې بد خيالونه راشى او تۀ به غلطه منصوبه جوړه کړې.


عيسىٰ په دې پوهه وو چې دوئ څۀ سوچ کوى، نو ځکه يې هغوئ ته وفرمائيل، ”هره بادشاهى چې په خپلو کښې بې‌اتفاقه شى نو هغه تباه کيږى، او په يو ښار يا کور کښې چې بې‌اتفاقى راشى نو هغه به په خپلو کښې جدا شى.


خو هغه د دوئ په منافقت پوهه شو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ولې زما د راګېرولو کوشش کوئ؟ ما له د سپينو زرو يوه سيکه راوړئ چې زۀ ورته وګورم.“


سمدستى عيسىٰ پوهه شو چې دوئ په زړۀ کښې څۀ سوچ کوى نو هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو په خپلو زړونو کښې داسې سوالونه ولې راولئ؟


خو هغه د هغوئ په زړونو پوهه شو او ورته يې وفرمائيل چې، ”هره بادشاهى چې په خپلو کښې بې‌اتفاقه شى نو هغه تباه کيږى، او په بې‌اتفاقۍ سره بادشاهى ورانيږى.


خو عيسىٰ د دوئ په خيال پوهه وو چې دوئ څۀ خيال کوى نو جواب يې ورکړو چې، ”تاسو په خپلو زړونو کښې داسې خيالونه ولې راولئ؟


خو هغه پوهېدو چې د دوئ په زړونو کښې څۀ دى. نو هغۀ هغه سړى ته چې لاس يې وُچ وو، وفرمائيل چې، ”پاڅه او دلته ودرېږه.“ نو هغه پاڅېدو او هلته ودرېدلو.


عيسىٰ د هغۀ په زړۀ پوهه شو او ورته يې وفرمائيل چې، ”شمعونه. زۀ تا ته څۀ وئيل غواړم.“ هغۀ ووئيل چې، ”ووايه مالِکه.“


عيسىٰ په دې پوهه شو چې هغوئ له ما نه د تپوسونو په طلب دى نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو په دې بحث کوئ کوم بيان چې ما تاسو له وکړو چې، په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ؟


مونږ اوس پوهيږو چې تۀ د هر څۀ نه خبر يې او د تپوسونو کولو حاجت درنه د چا نشته. هم په دې وجه زمونږ دا ايمان دے چې تۀ د خُدائ پاک د طرفه راغلے يې.“


په درېم ځل عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس په دې خبره غمژن شو ځکه چې هغۀ ترې په درېم ځل دا تپوس وکړو چې، ”تۀ ما سره مينه کوې؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، تا ته د هر څۀ ښۀ پته ده. تۀ په دې پوهېږې چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زما ګډې وڅروه.


خو عيسىٰ خبر وو چې د هغۀ مريدان په دې حقله غوريږى، نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو په دې خفه شوئ؟


خو په تاسو کښې ځينې داسې دى چې ايمان نۀ راوړى.“ ځکه چې عيسىٰ ته د اول نه دا پته وه چې څوک به ايمان نۀ راوړى او څوک به په هغۀ مُخبرى کوى.


بيا پطروس هغې ته ووئيل، ”نو بيا تاسو دواړو ولې د مالِک روح وآزمائيلو؟ ګوره هغه خلق په دروازه کښې ولاړ دى چا چې ستا خاوند ښخ کړو او هغوئ به اوس تا هم بهر يوسى.“


او د هغې بچى به په زمکه ووژنم. په دې به ټول جماعتونه دا سبق حاصل کړى چې زۀ د بنى آدمو زړُونه او خيالات آزمائيم او دا چې زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق اجر درکړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan