Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 9:36 - Pakistani Yousafzai Pashto

36 کله چې هغۀ د خلقو ګڼه وليده نو په هغوئ يې زړۀ وسوزېدلو. هغوئ لکه د هغه ګډو په شان پرېشانه او بې‌وسه وُو چې شپون ورسره نۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 9:36
18 Iomraidhean Croise  

ميکاياه ورته وفرمائيل، ”ما په خوب کښې د اِسرائيل لښکر په غرونو باندې داسې خور وکتلو لکه چې د شپون نه بغېر ګډې خورې ورې وى. او مالِک خُدائ وفرمائيل چې د دې سړو مشر نشته، نو پرېږده چې هغوئ په خېر سره کورونو ته لاړ شى.“


ميکاياه ورته وفرمائيل، ”زۀ د اِسرائيل لښکر ګورم چې په غرونو باندې داسې خور دے لکه چې د شپون نه بغېر ګډې خورې ورې وى. او مالِک خُدائ وفرمائيل چې د دې سړو مشر نشته، نو هغوئ پرېږده چې په خېر سره کورونو ته لاړ شى.“


په بابل کښې به خلق داسې منډې وهى لکه چې هوسۍ د ښکاريانو نه منډې وهى يا ګډې د شپون نه بغېر روانې وى، او هغوئ به خپل وطن او خپل قوم ته واپس د تلو کوشش کوى.


زما غوره شوے قوم د ورکو شوو ګډو په شان دے، د هغوئ د قوم شپونکو هغه په غلطو لارو روان کړى دى او په غرونو کښې يې سرګردانه پرېښودى دى. او هغوئ په غرونو او غونډو سرګردانه ګرځى او خپل د آرام کولو ځائ ترې نه هېر وى.


بُتان د فريب خبرې کوى، فالګر هغه رويا ګورى چې دروغ وى، هغوئ د خوبونو غلط تعبير کوى، او هغوئ بې‌فائدې تسلى ورکوى. نو ځکه خلق د ورکو شوو ګډو په شان سرګردانه ګرځى. په هغوئ ځکه ظلم کيږى چې شپون يې نشته.


ځکه چې زۀ يو شپون راولم په دې مُلک چې هغه به د ورک شوو پرواه نۀ کوى، يا به خوارۀ شوى نۀ لټوى، يا به زخمى شوو له شفا نۀ ورکوى، نۀ به صحتمندو له خوراک ورکوى، خو هغه به د څُرب ګډانو غوښه خورى او د دوئ سومونه به وشلوى.


او په جنګ کښې يې مشرى کوى، نو ستا قوم به د داسې ګډو په شان نۀ وى چې شپون يې نۀ وى.“


خو د هغې په ځائ د بنى اِسرائيلو د خاندان ورکو شوو ګډو له لاړ شئ.


هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده، زړۀ يې پرې وسوزېدو او چې په کښې څوک بيماران وُو هغه يې روغ کړل.


عيسىٰ جواب ورکړو ”زۀ صرف د بنى اِسرائيل د خاندان د ورکو شوو ګډو دپاره رالېږلے شوے يم.“


عيسىٰ خپل مريدان راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، دوئ د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. زۀ دوئ اوږى رخصتول نۀ غواړم، هسې نه چې په لاره کښې بې‌هوشه شى.“


هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده او زړۀ يې پرې وسوزېدلو ځکه چې هغوئ د داسې ګډو په شان وُو چې شپون ورسره نۀ وى او هغۀ هغوئ ته د ډېرو خبرو په حقله تعليم ورکړو.


”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته.


ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بې‌ګناه وو.


او هغه د دې جوګه دے چې د ناپوهه او ګمراهانو سره په نرمۍ سلوک وکړى ځکه چې په هغۀ کښې هم هغه شان کمزورتيا شته دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan