32 هغوئ په وتو کښې وُو چې څۀ کسانو يو سړے عيسىٰ له راوستو چې په ژبه چاړا وو او خبرې يې نۀ شوې کولے ځکه چې هغه پيريانو نيولے وو.
ګوډ به د هوسۍ په شان ټوپونه وهى، او ګونګيان به د خوشحالۍ سندرې وائى. په صحرا کښې به چشمې راوځى او په بيابان کښې به د اوبو نِهرونه بهيږى،
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
يوه ورځ عيسىٰ د يو سړى نه ګونګے پيرے وشړلو چا چې خبرې نۀ شوې کولے نو کله چې پيرى پرېښودو نو دې سړى خبرې شروع کړې، او خلق په دې کار حق حېران شول.