29 بيا هغۀ د هغوئ سترګو له لاس وروړو او وې فرمائيل چې، ”څنګه چې ستاسو ايمان دے، نو هم دغسې دې وشى.“
نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ څومره د لوئ ايمان لرونکې ښځه يې، نو څنګه چې تۀ غواړې، هغه شان دې وشى.“ او هم په هغه ساعت د هغې لور جوړه شوه.
د عيسىٰ زړۀ پرې وسوزېدو او د هغوئ سترګو له يې لاس وروړو نو سمدستى هغوئ بينا شول او په هغۀ پسې روان شول.
بيا عيسىٰ صوبه دار ته وفرمائيل چې، ”اوس خپل کور ته لاړ شه، نو ستا د ايمان په وجه دې داسې وشى.“ نو هم په هغه ساعت د هغۀ نوکر روغ شو.
خو عيسىٰ مخ ورواړولو او هغه يې وليده او ورته يې وفرمائيل، ”ډاډه اوسه، زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې.“ او په هم هغه ساعت هغه روغه شوه.
کله چې هغه کور ته دننه شو نو هغه ړاندۀ سړى ورله راغلل او عيسىٰ ترې تپوس وکړو چې، ”ولې تاسو په دې يقين لرئ چې، زۀ هغه کار کولے شم څۀ چې تاسو غواړئ؟“ هغوئ ووئيل چې، ”آو، مالِکه.“
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”لاړ شه، خپل ايمان تۀ روغ کړې،“ نو سمدستى هغه بينا شو او عيسىٰ پسې روان شو.