26 دا خبره په ټوله علاقه کښې خوره شوه.
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
خو هغوئ چې بهر ووتل نو په ټوله علاقه کښې يې د هغۀ په حقله دا خبره خوره کړه.
نو ډېر زر په ټول ګليل کښې هغه مشهور شو.
خو هغه سړے بهر لاړو او د دې قيصې نه يې ټول خلق خبر کړل. دا خبره يې تر لرې لرې خوره کړله تر دې چې عيسىٰ به يو ښار ته هم په ښکاره نۀ شو تلے او بهر به په خوشو ځايونو کښې پاتې کېدو. خو بيا به هم خلق د هر لورى نه هغۀ له راتلل.
نو هيروديس بادشاه د دې نه خبر شو ځکه چې د عيسىٰ نامه مشهوره شوه. ځينې خلقو دا وئيل چې، ”بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ بيا د مرو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“
بيا عيسىٰ د روحُ القُدس د قُدرت نه معمور ګليل ته واپس راغلو او په ټول مُلک کښې د هغۀ آوازه ګېرچاپېره خوره شوله.
نو دغه شان د هغۀ په حقله دا خبره په ټول مُلک کښې خوره شوه.
خو د هغۀ په حقله دا خبرې نورې هم خورې شوې. ډېر خلق د هغۀ اورېدو له راغونډېدل او د خپلو رنځونو نه روغېدل.
عيسىٰ چې څۀ کړى وُو هغه قيصه د يهوديه په ټوله علاقه او خوا او شا کښې خوره شوه.
بادشاه په دغه خبرو ښۀ خبر دے او هغۀ سره زۀ په زړۀ ورتيا خبرې کوم. زۀ دا يقين ساتم چې دا واقعې د هغۀ نه پټې نۀ دى، ځکه چې دا څۀ پټه واقعه نۀ ده.